د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تش بست خبرتیا
د دندې عنوان: د سرو زرو د چارو ارشد مدیر
آمریت: د بانکي عملیاتو لوی آمریت
گریډ: نهم (۹)
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ذو الحجة الحرام ۱۷
د پای نېټه: ۱۴۴۷ د محرم الحرام ۲
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
- د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.
- د تقنیني او اداري اسنادو لکه مقرراتو، لایحو، پلانونو، ستراتېژیو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او اړوندو فورمو طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحل ترسره کول.
- د کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د قوانینو او مقرراتو سره سم تر کنترول لاندې سرچینو، فعالیتونو او اجرااتو مدیریت.
- د کاري بهیر د آسانتیا او د لارښوونو سره سم د مشخصو ستونزو او موضوعاتو د حل په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.
- د نړیوالو معیارونو او نافذه کړنلارو له مخې د سرو زرو د عیار د ارزونې او تثبیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د سرو زرو د نمونې اخیستنې، حلاجي او وزن تثبیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د سرو زرو د نمونو د تحلیل او د تحلیل ماشین څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د سرو زرو د ویلي کولو او تیزابکارۍ د پروسې د سم تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د سرو زرو د وزن د دقیقې اندازې اخیستنې او د سرو زرو د قالبونو د تنظیم څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د تر لاس لاندې څانګو د راپورونو ارزونه او د اړینو اقداماتو د ترسره کولو لپاره لارښوونې کول.
- د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونو په پام کې نیولو سره او د افغانستان بانک د موخو ترلاسه کولو لپاره د اړتیا پر مهال په اړوندو کمېټو، د بانک دننه او بهر غونډو او نورو رسمي پروګرامونو کې ګډون کول.
- د سرو زرو اړوندو چارو کې د نافذه یا تعدیل شوو میتودونو او کړنلارو په اړه د کارکوونکو روزنه.
- د مستقیم مدیر د لارښوونې له مخې بېلابېلو داخلي او خارجي مکتوبونو ته ځواب ویل.
- د سرو زرو د پېر او پلور د بهیر د آسانتیا لپاره د سرو زرو د نړیوالو او کورنیو نرخونو څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
- د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
لیسانس
تجربه:
د سرو زرو په برخه کې څلور (۴) کلنه کاري تجربه (البته یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي چې په اړونده برخه کې عملي تجربه ولري.)
مهارتونه او وړتیاوې:
له انګلیسي ژبې او کمپیوټر سره بلدتیا
د سرو زرو په پروسس او ویلي کولو کې مهارت
او د سرو زرو د برخې اړوند د نورو مهارتونو درلودل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.