د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو
کابل د 1397 د لیندی 27_ د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل په ختیڅ زون کې د عامه پوهاوۍ پروګرام په لاره واچول .
د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زی توحید یار د دی پروګرام په ترڅ کې چې د بهسود ولسوالۍ د ملکه حمیرا عالی لیسه او دخیوی ولسوالی د شکې په نسوان لیسه کې په لاره اچول شوې وه د ا فغانۍ د کارولو اهمیت او په کورني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د زیانونو او د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او وویل چې استادان او زده کوونکې د ټولنه مهمه برخه ده او له هغوي نه غوښتنه وکړه چې د افغانې د دودولو په بهیر کې چې یوه ملی پروسه ده د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د ملکه حمیرا عالی لیسه او د شکې استادان او زده کوونکې ژمنه وکړه چې د خپلې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ چې زمونږ د ټولو افغانانو د ملي هویت نښه دی، وکاروي.
د دی پروګرام د لارې اچونې په ترڅ کې د زده کوونو دهڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه وویشل شوې.