د صنعت کارانو، سوداګرو، بزګرانو، هټیوالو او کسبګرو لپاره د پورونو د ورکړې په پروسه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک له لوري د درېیو هوکړه لیکونو لاسلیک

Mpoya
Tue, Apr 27 2021 2:51 PM
د صنعت کارانو، سوداګرو، بزګرانو، هټیوالو او کسبګرو لپاره د پورونو د ورکړې په پروسه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک له لوري د درېیو هوکړه لیکونو لاسلیک

۱۴۰۰ کال د غوايي ۷ مه – د افغانستان بانک د سوداګریزو بانکونو له لوري صنعت کارانو، تشبثاتو، د کرنې سکتور د پرمختګ او کسبګرو ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو  رامنځته کولو په موخه درې ځانګړي درې اړخیزه او څلور اړخیزه هوکړه لیکونه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونو، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، د افغانستان د خونو فدراسیون، د کسبګرو او هټیوالو ټولنې او د افغانستان د بانکونو ټولنې تر منځ لاسلیک شول.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکونو پر رول، د پانګې اچونې، منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د رامنځته کولو، د کاري زمینو د پراختیا او صنعت د ودې په برخه کې د بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې او له سوداګریزو بانکونو یې وغوښتل چې د اړوند قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې غوره رول تر سره کړي.

ورپسې د افغانستان د خونو فدراسیون رئیس ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر د خصوصي سکتور  د پرمختګ لپاره د زمېنې برابرولو او د خونو د را غونډولو او د دوی لپاره د آسانیتاوو د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي له طرحې او نوښت مننه او قدرداني وکړه.

د دې غونډ‌ې په بله برخه کې د افغانستان د بانکونو ټولنې عمومي مشر ښاغلي سالم امید د بانکونو د اړیکو د پیاوړتیا او همغږۍ په برخه کې د ښاغلي احمدي له کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا مهال بانکونه د غوره سیالیت لرونکي دي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له خصوصي سکتور سره د پورونو په برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دي.

د دې غونډې پر دوام د افغانستان د صنایعو او کانونو عمومي رئیس ښاغلي شیرباز کمین‌زاده، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ خونو رئیس ښاغلي خان محمد فروتن او د کسبګرو او هټیوالو ټولنې عمومي رئیس ښاغلي نور الحق عمري په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ښاغلي اجمل احمدي له کړنو ستاینه وکړه او په د افغانستان بانک کې یې د بانکي نظام د پیاوړتیا او د بانکونو او خصوصي سکتور تر منځ د نوموړي شتون مثبت یاد کړ او له یادې پروسې یې هر کلی وکړ.

Latest news

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

BACK TO NEWS