د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره غونډه
۱۴۰۰ د تلې ۱۸ مه - د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره د عوایدو د را ټولولو په برخه کې د بانکي آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی، ترڅو د سوداګریزو بانکونو له لارې د افغانستان برېښنا شرکت د پېردونکو لپاره غوره بانکي خدمتونه برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په ټولو برخو کې د غوره بانکي چوپړتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی، څو خلک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بانکي نظام له خدمتونو برخمن شي.