د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د ډیټابیس ارشد آفیسر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
ګریډ: اووم (۷)
د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۲۶
د پای نېټه: ۱۴۴۶ د ربیع الثانی ۹
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• په ورځني ډول د ډیټابیسونو څارل او کنټرول؛
• د ډیټابیسونو له سموالي او لاسرسي او لږترلږه په down time کې د هغه له چټکتیا څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د performance او Tuning له سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کول او د ستونزو د پیدا کېدو په صورت کې د ډیټابیسونو مدیر ته راپور ورکول؛
• د ډیټابیس د اړتیا وړ ابزارونه نصبول او اضافه کول؛
• د DR مرستندویه سایټونو کنټرول او څارل او د ډیټابیس مدیر ته راپور ورکول؛
• د اړتیا په صورت کې د ډیټابیسونو switch over مدیریت او پیلول؛
• د DR له مرستندویه سایټ سره د PR اصلي سایټ له همغږۍ څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• په ورځني، میاشتني او کلني ډول کې د ډیټابیس له بیک اپ (Backup) څخه ډاډترلاسه کول؛
• د ډیټابیسونو د Table space او OS څارل؛
• د Support او Application ټیم سره یو ځای د ډیټابیس د ستونزو حلول؛
• د ډیټا او د هغې د پلټنې د معلوماتو پلټل (Audit) او څارل؛
• د ډیټابیسونو د کړنو کنټرول او د ډیټابیس مدیر ته راپور ورکول؛
• د اړتیا په صورت کې ادارې ته راپورونه چمتو کول؛
• د ادارې له اړتیا سره سم د سکریپټونو او نوي راپورونو لیکل؛
• د عملیاتي ټیم له غوښتنې سره سم د ځینو جدولونو (Table) اپدیټ کولو ته پر وخت رسېدنه؛
• د اړتیا په صورت کې د ډیټابیس له Upgrade او Update کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د ټولو اړوندو ټیمونو سره همغږي او همکاري کول او په Oracle Support کې ستونزو ته د حل لارو موندل؛
• د Oracle Data Guard څارل؛
• د ډیټابیس اړوند پالیسی پلي کول او عملی کول؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مراجعه او دقیق اقدام په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د هغه طی مراحل؛
• په هارډ او سافت ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
د کمپیوټر ساینس، کمپیوټر اپلیکیشن او یا معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لیسانس.
تجربه:
لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا؛
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي او رهبری مهارتونو درلودل ؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛
• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛
•د پروژو د مدیریت کولو وړتیا؛
•د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا؛
•د دندې اړوند محرمت ساتل؛
• د محاسبې او بانک له سیستمونو سره بلدتیا؛
د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل؛
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
•درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
•د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.