د تش پُست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان : د عوایدو د تضمین، پوهاوي او د سوداګرۍ د پراختیا ارشد مدیر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
گرید: نهم (۹) گریډ
د پیل نېټه: 23 ذوالقعدة الحرام 1445
د پای نېټه: 8 ذوالحجة الحرام 1445
د ګمارنې ډول : دایمي
دندې او مسؤلیتونه
• د اړوندو کارکوونکو د کړنو اداره، رهبري، څارنه او کنټرول، د کړنو د ښه والي په موخه د انګیزې رامنځته کول، د کار د اغیزمنتوب زیاتول، د ښوونیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول؛
• د ادارې او تقنینې سندونو لکه کاری کړنلارو، د افغانستان د اداینو سیستم د لوی آمریت فورمونو، د کارکوونکو د دندو لایحو، پالیسیو، پلانونو، ستراتیژیو، لایحو او مقررو په سمولو، تسویدولو، طرحه کولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره مرسته کول؛
• د عوایدو د تضمین، احصائیوي او د سوداګریزې پوهې د ټولو چارو څارنه؛
• د اداینو سیستم د بانکي اداینو ساحې اړوند د مکتوبونو څارل او اداره کول او همدارنګه د لګښت ماډلونو، عایداتي ماډلونو او د سوداګرۍ د ماډلونو ساتل، څارل او چمتو کول؛
• د مالي، تدارکاتي او مکتوبي مواردو اداره او څارل، راپور ورکول او له دویمي ویب پاڼې سره تخنیکي مرسته کول (له هېواده بهر د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت د معلوماتو/ خبرتیاوو د ساتلو ویب پاڼه) ؛
• د زیاتیدونکو عملیاتي لګښتونو اداره کول IOCPs ؛
• د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو برخو په ځانګړې توګه د عوایدو د تضمین له برخې سره همغږې کول او د اړیکو درلودل؛
• د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونو او بودیجې راټولول او توحیدول او مستقیم مدیر ته یې لېږل؛
• د اداینو صنعت او همدارنګه د اداینو سیستم د شریکانو په کارولو سره له اټکل څخه عاید رامنځته کول او لاسته راوړل؛
• د عوایدو د تضمین برخې څارنه او مستقیم مدیر ته پر وخت راپور وړاندې کول؛
• د برخو د عوایدو د سرچینې سمولو، پیژندلو او اداینو له لارې د عوایدو په فعالیتونو کې د مهمو عملیاتي سیستمونو پلي کول؛
• له فعالیت څخه مخکې او وروسته د پلتنې پر مټ د عوایدو له سرچینې نه د عوایدو د اصل د له منځه تللو او له احتمال سره د مخ کیدلو نه مخنیوې کول؛
•د اداینو د سیستم لپاره د بازار تنظیمول او د عوایدو د لاسته راوړلو د اختیارونو وړاندې کول؛
• د عوایدو د کنټرول د خدمتونو په ټوله برخو او د ښه داخلي کنټرول رامنځته کولو، راپور ورکولو، تګلارو او سیاستونو په موخه د مدیریت رامنځته کول او همدارنګه د عوایدو د تضمین اقداماتو د ښه والي او د نیمګړتیاوو له منځه وړلو په موخه د کړنو په اړه پوهاوی درلودل، دا حکم په ټوله اداره کې د عوایدو د اصل له منځه وړلو په اړه د زیات تمرکز رامنځته کولو کې شاملیږي؛
• د عملیاتی پلانونو پلی کول، په کال کې د اداینو ادارو موخو ته د رسیدو په موخه د لنډ مهاله لومړیتوبونو او اړتیاوو پیژندل او د اوږد مهاله حل لارو لپاره په مناسب وخت کې ډاډ تر لاسه کول؛
• د درې کلن سترتیژیک لید لوري په پام کې نیولو سره د عوایدو په اصل باندې د اغیزې اداره کول او د پلانونو په طرحه کولو کې ونډه اخیستل؛
• د احصائیوي راپورونو وړاندې کول او د راپورونو ګرافیکي ښودل، شنل، ډلبندي، د ځانګړو او عمومي ټولګیو چمتو کول
• د معلوماتو یا ډیټا کوریلیشن او ریګریشن؛
• په ورته وخت کې د چارو په څو ورته او مختلفو برخو کې د شمیرنو او احصائیوي راپورونو وړاندې کول، د انووا احصائیوي سیستم پر مټ د میزان او مقیاس ازمون او څیړنه (یو اړخیز: ورته پایلې او دوه اړخیزه: مختلفې پایلې له یوې موخې سره)؛
• د شته تشکیلاتي جوړښتونو له لارې د لوی آمریت ټولیزې سوداګریزې کړنې ترسره کول؛
• د معاملو او د عوایدو د صورت حسابونو پلي کول (میاشتنۍ، درې میاشتۍ او شپږ میاشتنۍ) ؛
• د اداینو د سیستم له ټولو غړو سره د برېښنایي معاملو په موخه د انفرادي او ټولو غړو د لګښتونو (چمتو کول، اصلاحات، له راپور او حسابونو څخه وروسته همغږي/پلټنې) نوم لړ ترتیبول او تنظیمول؛
• چټکو او مخه نېوونکو اقداماتو سره د مرستې په موخه د رقابتي بازار د ځانګړو موضوعګانو پیژندلو او له اړیکو درلودلو څخه د ډاډ تر لاسه کول؛
• د افغانستان د اداینو سیستم د احصائیوي، سوداګریزو چارو او عوایدو اړوند د ستراتیژیکو تصمیمونو نیول؛
• د ادارې د اړتیاوو او د ښې کړنې له اصولو سره سم د عوایدو د عملیاتي کړنو پراختیا او د نوي طرحې اداره کول، پلي کول او څارل؛
• د مالي چارو او د عوایدو د عملیاتو ترمنځ د ټولو مهمو اصلونو اداره او څارنه، او له دې څخه د ډاډ تر لاسه کول چې د معلوماتو د پروسس بهیر د پوهې وړ او د ښکاره مسؤلیتونو لرونکی دی، او په یوه منظم چوکاټ کې د عوایدو د عملیاتو همغږي کول؛
• د بودیجه بندی او وړاندوینې د پروسو ښه کول؛
• د بودیجې، وړاندوینې او پلان جوړونې اداره او څارنه؛
• د افغانستان د اداینو سیستم د مالي (پولي) او غیر مالي (غیر پولي) معاملو په موخه له ډشبورډ سیستم سره د ټول سیستم د چارو د ورځني راپور ورکولو اداره کول او څارل؛
• د مخابراتی شرکتونو د مالی چارو مدیریت او څارنه او د افغانستان د اداینو له سیستم سره یې نښلول په ځانګړې توګه د ایس ایم ایس خدمتونو او د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت لپاره د شرکتونو USSDSــ او همدارنګه د اداینو له سیستم سره د دې شرکتونو د تړونونو، صورت حسابونو او اداینو نښلول؛
• د درې میاشتنیو احصائیوي راپورونو چمتو کول، همغږي درلودل، له حسابونو وروسته د هغه پلټل او شنل— او اړوندو ادارو لکه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ته وړاندې کول؛
• د افغانستان بانک او د ریاست الوزرا دفتر ته د درې میاشتنیو راپورونو ترتیبول؛
• د کلنیو کاري پلانونو ساتل، چمتو کول او څارنه کول؛
• د تفاهم لیکونو ساتل، چمتو کول او څارنه کول؛
• نړېوالو تړونونو د ژمنو تنظیمول؛
• د تکتیکي او ستراتیژیکي تصمیم نېونې په موخه د معلوماتو شنل، د ډشبورډ د اقداماتو اړوند د موقتی او عامو کړنو د راپور وړاندې کولو او د دوامداره پرمختګ لپاره د فرصتونو پیژندلو په موخه د څارنیز او قانوني راپور له اړتیاوو سره سم د عوایدو خدمتونو د ټیمونو د کاري بهیر او د معاملو د حجم شنل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیراو واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د لایحې او مقررې سره سم د کړنلارو، تګلارو او د لوړ مقام د لارښوونو پر بنسټ ورسپارل کیږي.
د زده کړو درجه (کچه) : لږ تر لږه په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ کې د لیسانس درلودل، او د ماسترۍ او دکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه: لږ تر لږه د دندې اړوند څلور (۴) کلنه کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هیواد له رسمي ژبو سره بلدتیا؛
• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل ؛
• له بانکي سیستمونو او کمپوټري پروګرامونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د بانکي عملیاتو له چارو سره بلدتیا؛
• د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛
• د کاري مسؤلیت او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندلو د پوهې درلودل؛
• د مرکزي بانک د موخو او دندو په اړه د پوهاوي درلودل ؛
• د هیواد په اقتصاد پورې اړوند مسئلو په ځانګړې توګه د بانک پولي او عمومي پالیسیو د شنلو وړتیا ؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د دندې د محرمیت ساتل؛
شخصي صفتونه او ارزښتونه
شخص باید ريښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، با ډسپلینه، وخت او دندې ته بشپړ پابند، ډله ایز کار ته لېواله، مسؤلیت منونکی، تصمیم نېوونکی او په کاري برخه کې مسلکي وي.
اشارې:
• مینه وال کولای شي لومړی د Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې یوزر جوړ کړي او وروسته د خپلې خوښې پُست وټاکي او غوښتل شوي سندونه د PDF په بڼه آپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو په موخه یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نېول کیږي.
• د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي.