د نړیوال بانک له پلاوي سره غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۶:۲
د نړیوال بانک له پلاوي سره غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د نړیوال بانک له پلاوي سره غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو، د نړیوال بانک استازو ته د دې بانک په اډانه کې د مالي سکتور د چټک ځواب ویلو پروژې(FSRRP)  د بشپړېدو او په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا(SAFI) پروژې په اړه معلومات ورکړل شول.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د افغانستان بانک په اډانه کې د دې پروژو پلي کول د خورا ارزښت وړ یاد کړل او په دې برخه کې یې د نړیوال بانک د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د نړیوال بانک پلاوي هم د افغانستان بانک سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په ذکر شوو برخو کې به افغانستان بانک سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په اډانه کې د مالي سکتور د چټک ځواب ویلو پروژه (FSRRP) په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پیل شوې وه او د روان میلادي کال تر وروستیو به دوام وکړي او په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا پروژه  (SAFI) به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې پیل شي.

پاتې د نه وي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د مالي او بانکي چارو مشاور ( سلاکار) ښاغلي سید عبدالغفور سادات، د مالي ټينګښت آمریت آمر ښاغلي سمیع الله مهال، د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د تحلیل د مرکز آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي او د اسلامي بانکدارۍ د آمریت آمر ښاغلي ډاکتر یوسف سلیم هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې. . .

بېرته خبرونه ته