د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۲۵
د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

دا غونډه د روانې جمادي الاول د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه چې د (۲۰۲۴ کال د نومبر له درېیمې او څلورمې نېټې) سره برابره ده جوړه شوې وه او په کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي سوداګریزو بانکونو نږدې درې سوه استازو ګډون درلود.

د یادې دوه ورځنۍ غونډې په پیلیزه برخه کې د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا وینا وکړه او د زکات، وقف، انفاق او صدقاتو اړوند مسائلو د لا ښه تنظیم لپاره د ادارو د جوړولو په ارزښت یې رڼا واچوله او د فقر په کمولو او په ټولنه کې د شتمنیو په عادلانه ویش کې یې د داسې ادارو رول مهم یاد کړ. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د سودي بانکوالۍ د ممنوعیت او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د بانکي نظام د ثبات په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي نور احمد آغا له  ایوفي، اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو ادارو څخه د ظرفیت جوړونې، روزنیزو پروګرامونو، زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یو حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۲۷
Background image

د افغانستان بانک 27 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 رجب المرجب 27 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د رجب المرجب د میاشتې په 28 نېټه (1403/11/10) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (27) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۶:۵۶
Background image

د افغانستان د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه تر سره شوه

د ۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ له صرافانو سره د افغانۍ د ثبات په اړه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق د. . .

بېرته خبرونه ته