د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د پلټنې سوپروایزر
آمریت: د ټولو ناظر اداره
ګرېډ: نهم (۹)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شوال المکرم ۲۸
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د ذوالقعدة الحرام ۱۲
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د چارو د ښه والي او د کاری اغیزناکتیا او ګټورتیا د زیاتېدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د تقنیني او اداري سندونو لکه: مقررو، لوایحو، پلانونو او ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو په طرحه کولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• د پلټنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو تأمینول او همغږۍ درلودل؛
• د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونو راټولول او توحیدول او مستقیم مدیر ته یې لیږل؛
• د میاشتني، درې میاشتني کاري پلان پلي کول او د داخلي پلټنې د کلني پلان د طرحه کولو لپاره د مهمو معلوماتو وړاندې کول؛
• د بانک د اداري واحدونو لخوا د چارو په ترسره کولو کې د عامل پلاوي، عالی شورا د تصویبونو او د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره په عالي کچه د بېلګې په توګه د پلټنې ترسره کول؛
• د بانک د اداري واحدونو د چارو د پلټنې په موخه له قوانینو، مقرراتو، پالیسیو او کاري کړنلارې سره سم د مرکزي بانک د دفترونو د اسنادو او مدارکو د راټولولو او شنلو د پروسې مدیریت کول؛
• پر خپل وخت د سندونو د پلټنې لپاره د شعبو له مسولینو او اړوندو کارکوونکو سره د اړیکو ټینګول او همغږي درلودل؛
• په قیدي ډول له مقرراتو او کاري کړنلارې سره سم د پلټنې لاندې دفترونو د چارو ترسره کولو د سموالي تعقیبول او مدیریت او د ستونزو د پیدا کولو په صورت کې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د راپور ترتیبول، تنظیمول او وړاندې کول؛
• له مقررې او کاري کړنلارو سره سم په قیدي توګه د بېلابېلو نېټو د اسنادو د پلټنې مدیریت کول او د هغه د بشپړوالي او سموالي په پام کې نیولو سره له طرحه شوي پلان سره د پلټنې د پایلې پلي کول؛
• مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د مل شوو اسنادو، د حسابونو کتابونو او اسنادو د کتنو د بشپړتیا په پام کې نیولو سره چې په قیدي توګه راټول شوي دي، د مواردو د پلټنې د تفصیلي راپور ترتیبول او وړاندې کول؛
• په ټاکلې نېټه د اړوندو برخو د نظر څرګندولو په موخه تر پلټنې لاندې شعبو ته د پلټنې د پایلې لېږل او همغږي کول او د اړوندې برخې له نظر څرګندولو وروسته د ټولو ناظر ادارې تر عنوان لاندې د وروستي راپور ترتیبول؛
• د افغانستان بانک په خطر لرونکو ساحو کې د خطرونو پېژندل او ارزول او د پلټنې په پلان کې د مهمو معلوماتو برابرول؛
• د موضوعاتو د پېژندنې او تعریفولو، د پلټنې د معیارونو د ټاکلو او د شواهدو او مدارکو د شنلو او تر پلټنې لاندې شعبو د اړوندو اسنادو د چمتو کولو په ګډون د داخلي پلټنې د کړنلارو تنظیمول؛
• د داخلي پلټنې د موضوعاتو او وړاندیزونو د پیژندلو، طرحه کولو او مستند کولو په برخه کې د پلټنې د غړو لارښوونه؛
• د هېواد دننه او بهر د روزنیزو پروګرامونو (Trainings) له فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره د مسلکي پوهې ترلاسه کول او همدارنګه د مسلکي ادارو او سازمانونو د غړیتوب تر لاسه کول او د ادارې له ټولو همکارانو سره د معلوماتو شریکول؛
• د نويو مقرر شوو غړو په روزنه او د کاري اجراآتو په ارزونه کې همکاري کول او د دوی په کړنو کې د ستونزو د پېژندلو او حلولو په موخه د اصلاحي کړنو ترسره کول؛
• د پلتنی غړو ته د روزنیزو پروګرامونو او څارنیزو لارښوونو چمتو کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو تر سره کول چې د طرزالعملونو، او پورتني مقام د لارښوونو او هدایت پر بنسټ د لایحې او مقرراتو سره سم سپارل کیږي؛
د زده کړې کچه: د اقتصاد، مدیریت، بانکوالۍ او مالي، اداره او سوداګرۍ، حقوق، عامه ادارې او یا محاسبې په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند څلور (4) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: له ملي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټر له پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د پروپوزلونو او د پروژو د اداره کولو وړتیا، د عملیاتي چارو بلدتیا او د وظیفوي محرمیت ساتل.
شخصی صفتونه او ارزښتونه: رښتینی، د نېک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه: غوښتنکوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.