حقیقی سکتور

حقیقي سکتور د سترو اقتصادي شاخصونو د احصائیوي شمېرو د څیړلو او راټولولو مسئولیت په غاړه لري. دا سکتور د احصائیې له مرکزي ادارې سره په نږدې همکارۍ کې فعالیت لري، اومه شمېرې او معلومات لکه؛ د کورنيو ناخالصو تولیداتو حجم(GDP)، د مصرفوونکو بیو شاخص(CPI) او داسې نور شاخصونه له دې ادارې څخه ترلاسه کوي. د دې سکتور د احصائیې د برخې کارکوونکي د لومړنیو شمېرو له راټولولو وروسته هغه ګوري او د شمېرو له سلامتیا (صحت) څخه ډاډ تر لاسه کوي. د شمېرو له کتنې وروسته، د اقتصادي ودې، د پولي تورم د نرخ او د لوی اقتصاد د داسې نورو بدلونونو د سنجش په اړه لازمې محاسبې ترسره کوي او پایله کې یې د دې سکتور څیړونکو ته د اقتصادي څیړنو د ترسره کولو په موخه په ټاکلي وخت سره  تسلیموي. د دې سکتور د څیړنې برخه په میاشتني، ربعوار او کلني ډول څیړنیز راپورونه ترتیبوي او هغه د مرکزي بانک د اقتصادي خپرونو له لارې د کورنیو او بهرنیو ګټه اخیستونکو په لاس کې ورکوي. د اغیزناکه او مناسب پولي سیاستونو د طرح، تدوین او پلي کولو په موخه د ځینو اقتصادي بدلونونو لنډ مهاله او اوږد مهاله وړاند وینې ته مهمه اړتیا ده. له همدې امله د دې سکتور له مهمو دندو څخه یو هم د ستر اقتصاد د ځینو بدلونونو وړاند وینه جوړوي. د دې سکتور کارکوونکي د نړیوالو منل شویو چلندونو په کارولو سره اقتصادي بدلونونه په اجمالي توګه پیش بیني کوي څو له مخې یې اغیزناکه او معقول پولي سیاستونه طرح او پلي شي.