د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت

د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت د افغانستان بانک له مهمو آمریتونو څخه دی چې په هېواد کې د اسلامي مالي نظام او په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ د ودې، پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا د ۱۳۹۷/۹/۲۸ نېټې د ۴۲ ګڼې تصویب پر بنسټ د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د اسلامي بانکوالۍ د چارو له معاونیت څخه یو خپلواک آمریت ته ارتقاء وکړه.

دې آمریت د پرانېستلو له نېټې څخه تر اوسه پورې هڅه کړې څو په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د نظام د ودې او پرمختګ او د اسلامي بانکوالۍ په کړنو کې د شرعي معیارونو د پلي کولو په موخه فعاله ونډه ولري. که څه هم، اسلامي بانکوالي او مالي خدمتونه د افغانستان په مالي او د بانکوالي په سیستم کې لا هم یوه نوې تجربه ده، خو د تیرو کلونو څېړنې په ښکاره کوي چې د اسلامي بانکوالۍ کړنې مخ پر وده روانې دي او د وخت په تېریدو سره یې د فعالیت ساحه لا پراخیږي. څرنګه چې د افغانستان جمهوري دولت د صکوکو او تکافل د قانون د طرحې پر ترتیبولو کار پیل کړی چې په بشپړېدو سره به یې اسلامي مالي خدمتونو ته د لاسرسي لا ډېره زمینه برابره  شي.

د دې ترڅنګ، د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت د افغانستان بانک د شرعي څارنې د بورډ د سکرتریت د چارو د پرمخ بیولو مسؤلیت هم په غاړه لري چې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

د شرعي څارنې بورد

د شرعي څارنې بورد د هېواد په کچه د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو په برخه کې د فتوی او تصمیم نېونې یوازینۍ ستره مرجع ده. یاد بورد یو خپلواک بورد دی او له شرعي پلوه د اسلامي بانکونو او اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د ټولو مقررو، کړنلارو او تګلارو د بیاکتنې او تصویب په موخه د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې رامنځته شوی دی. دا بورد د اسلامي بانکوالۍ، د افغانستان بانک او په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت د شرعي مسایلو په اړه د تصمیم نېولو د سترې مرجع په توګه د اسلامي بانکونو او اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د کړنو په برخه کې د شرعي اصولو او قواعدو پر بنسټ همکاري کوي.

لیدلوری

یو جامع، اغیزناکه او شفافه اسلامي مالي سیستم ته لاسرسي چې د هېواد په اقتصادي وده، ټولنیزه هوساینه او دوامداره پرمختګ کې ونډه ولري.

موخې

• د حقوقي او مقرراتي اډانې، ظرفیت لوړونې، عامه پوهاوي، په داخلي بازار کې د نړیوالو ادارو د جذبولو او د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د کړنو د څارنې پر بنسټ د اغیزناک سیالیت او مالي ټیکاو د مدیریت د ابزارونو د چمتو کولو له لارې د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د نظام وده او پیاوړتیا.

• له نړیوالو منل شویو معیارونو سره سم د خلکو د ژوند له شرایطو سره د اسلامي بانکوالۍ د متناسبو خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په موخه د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د کړنو معیاري کول.

• د اسلامي بانکونو او د هېواد د دودیزه بانکونو د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د کړنو د مسلکي، هر اړخیزې، او اغیزناکې څارنې له لارې د هېواد د مالي نظام د ټیکاو ساتل.

• په هېواد کې د هغو راکدو پیسو د جذبولو لپاره د زمینې برابرول چې د بیلابیلو دلایلو پر بنسټ د هېواد د مالي نظام له مالي سیستم څخه بهر پاتې دي.

• د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو د طرحه کولو او مناسبو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې په هېواد کې مالي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی.

دندې او مسؤلیتونه

د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د آمریت دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:

• د اسلامي بانکوالۍ د اړوندو مقررو، کړنلارو، د محصولاتو د طرحو، شرعي پارامترونو او متحدالمالونو ترتیبول، جوړول او د اړتیا پر بنسټ د هغې بیاکتل او اصلاح کول.

• د بانکوالۍ د قانون، اړوندو پلانونو او د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو له داخلي تګلارو سره سم د یادو بانکونو او دریڅو د ساحې دننه او  بهر د څارنو ترسره کول.

• د اړتیا په صورت کې د ځانګړو، تعقیبي او هدفي څارنو ترسره کول.

• د اسلامي بانکوالۍ د نظام د پراختیا په برخه کې د افغانستان بانک د ستراتیژیک پلان او پروګرامونو طرحه او ترتیبول او د اړتیا پر مهال د دې پلانونو او پروګرامونو بیاکتل او نوي کول.

• په اسلامي بانکونو د شرایطو وضع کول او د تنفیذي اقداماتو ترسره کول او د اسلامي بانکوالۍ پر دریڅو د شرایطو په وضع کولو او د تنفیذي اقداماتو په ترسره کولو کې ونډه اخیستل.

• د افغانستان بانک د سکرتریت او د شرعي څارنې د بورد د چارو پرمخ بیول.

• د اسلامي بانکونو او د دودیزه بانکونو د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د جواز او جواز ورکولو اړوند ټولو کړنو په طی مراحلو او منظورۍ کې ونډه اخیستل او همکاري کول او د لوړ پوړو مسؤلینو د سندونو او مدارکو څېړنه او له هغوی سره د مرکو په کمېټه کې غړیتوب.

• د افغانستان بانک په استازیتوب د اسلامي بانکوالي په اړه د هېواد دننه او له هېواده بهر په جوړو شویو غونډو، ورکشاپونو او سیمینارونو کې ګډون کول.

• د افغانستان بانک د مشرتابه پلاويد لارښوونې پر بنسټ د اسلامي بانکوالۍ د چارو اړوند بیلابیلو داخلي او بهرنیو مکتوبونو ته ځواب ورکول.

• د بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د مالي خدمتونو د اړوندو موضوعاتو د حل په موخه د بانکونو له لوړ پوړو غړو او یا نورو اړوندو ادارو سره د غونډو جوړول او یا په غونډو کې ګډون کول.

جوړښتونه (تشکیلات)

د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د آمریت اوسنی تشکیلاتي جوړښت له ۴۶ بستونو څخه جوړ شوی دی چې په یاد جوړښت کې یو آمر او د لاندې برخو لپاره دوه مرستیالان هم شامل دي:

۱. د څېړنیزو، مقرراتي او شرعي چارو معاونیت

۲. د اسلامي بانکوالۍ د څارنې معاونیت

۱. د څېړنیزو، مقرراتي او شرعي چارو معاونیت

د څېړنیزو، مقرراتي او شرعي چارو معاونیت بنسټیزه دنده د اسلامي بانکوالۍ، د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو، صکوکو او تکافل د مقررو، لارښوونو او کړنلارو طرحه کول دي. دا معاونیت د اړتیا په صورت کې مسؤلیت لري څو پورته یادې شوې مقررې مرور، تعدیل او نوې کړي. سربیره پر دې، دا معاونیت د شرعي څارنیز بورد د اړوندو کړنو او د جواز ورکولو د اړوندو چارو د تنظیم مسؤلیت هم پر غاړه لري. د یادونې وړ ده چې دا معاونیت څلور مدیریتونه لري چې هر یو یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

الف- د مقرراتي چارو مدیریت

د مقررو، لارښوونو، کړنلارو، متحدالمالونو او د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو د مسودې څېړل،جوړول او ترتیبول او د شته لارښوونو او مقررو تعدیلول د دې مدیریت بنسټیزه دنده ګڼل کیږي.

ب- د شرعي چارو مدیریت

دا مدیریت دنده لري څو تګلارې، د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو طرحه او د بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو لارښوونې د افغانستان بانک د شرعي څارنې بورد ته له وړاندې کولو مخکې تر بیاکتنې او څېړنې لاندې ونیسي. همدا ډول، دا مدیریت د شرعي څارنې د بورد د غونډو د تنظیم او جوړولو مسؤلیت هم په غاړه لري.

ج- د صکوکو او تکافل مدیریت

دا مدیریت د صکوکو او تکافل په څېر د غیر بانکي چارو د پر مخ بیولو په موخه د یو جلا مدیریت په توګه د څېړنیزو، مقرراتي او شرعي چارو د معاونیت په اډانه کې جوړ شوی دی.

د- د جواز ورکولو مدیریت

د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د نماینده ګیو د جوړولو، پراختیا او د ځای د بدلون د اړوندو وړاندیزونو څېړنه او شننه د دې مدیریت بنسټیزه دنده ګڼل کیږي. همدا ډول، دا مدیریت دنده لري څو د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د مهمو بستونو غوښتنلیکونه و ارزوي، شننه یې وکړي او طی مراحل یې کړي.

۲. د اسلامي بانکوالۍ د څارنې معاونیت

د ساحې دننه او له ساحې بهر د څارنې ترسره کول او په اسلامي بانکونو او د هېواد د بانکونو د اسلامي بانکوالۍ پر دریڅو د تنفیذي اقداماتو ترسره کول د اسلامي بانکوالۍ د څارنې د معاونیت اصلي دنده ده. دا معاونیت درې مدیریتونه لري چې هر یو یې په لاندې توګه واضح کیږي:

الف- د ساحې دننه د څارنې مدیریت

دا مدیریت د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د ساحې دننه د څارنې مسؤلیت پر غاړه لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د دوی کړنې له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سمې ترسره کیږي.

ب- له ساحې بهر د څارنې مدیریت

دا مدیریت د مالي راپورونو د راټولولو او د یادو راپورونو د څېړنې او شننې مسؤلیت پر غاړه لري څو له نړیوالو محاسبوي معیارونو سره د هغې له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه کړي.

ج- د تنفیذي اقداماتو او ځانګړې څارنې مدیریت

د اسلامي بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو د ځانګړې (تعقیبي او هدفي) څارنې ترسره کول او پر دوی د اصلاحي اقداماتو وضع کول د دې مدیریت بنسټیزه دنده ګڼل کیږي.