د افغانستان بانک او د ولسمشرۍ ماڼۍ دملي پراختیا ادارې تر منځ د دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۷:۱۷
د افغانستان بانک او د ولسمشرۍ ماڼۍ دملي پراختیا ادارې تر منځ د دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

۱۴۰۰ کال د زمری ۲ مه – د افغانستان بانک د هېواد د اساسي قانون د ۱۴ مادې د دویمې فقرې او د جلالتماب ولسمشر د فرمان پر بنسټ د دوامداره اقتصادي ودې او د سوداګریزو بانکونو له لوري هېوادوالو لپاره د کور جوړونې سکتور ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه نن د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې سره یو دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا غونډه چې په آنلاین توګه جوړه شوې وه، په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او ویې ویل چې دا هوکړه لیک د سوداګریزو بانکونو له لوري د کور جوړونې شرکتونو او خلکو ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شو. د نوموړي په خبره د افغانستان بانک هڅه کوي چې بانکي سکتور پر داسې لار برابر کړي چې پر بنسټ یې د هېواد په اقتصادي وده کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

د افغانستان بانک سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د غوره او اغېزناکو کړنلارو په طرحه او وړاندې کولو سره د هېواد بانکي نظام په ټولګټو پروژو کې د پانګونې لپاره هڅوي چې له دې سره یو ځای بانکي نظام پر فعالیت راغلی او درانه هېوادوال یې له آسانتیاوو څخه نېغ په نېغه او یا هم په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.

ورپسې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې رئیس ښاغلي احمد وفي امین د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي څخه مننه وکړه چې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي برخو لپاره په ځانکړې توګه دکور جوړونې لپاره یې د پور ورکولو په برخه کې د آسانتیاوو زمینې برابرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د ودې لپاره د زمینې برابرول کولای شي، د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې اغېزناکه رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته