د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۴:۵۷
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د افغانستان بانک عالي شورا د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱ او ۲ نېټه، د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې خپله دویمه نوبتي غونډه جوړ کړه. غونډه د عالي شورا او د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د عالي شورا د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم د تیرو دریو میاشتو په اوږدو کې د مالي چارو د څارنې، د پولي سیاست د تطبیق، حقوقي اډانې، د مالي نظام د ټیکاو او ټینګښت، د مدیریتي چارو او د داسې نورو اړوندو موضوعګانو په برخو کې د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې تر ټولو مهمې موضوعګانې یې په لاندې ډول لنډیز کیږي:

• د افغانستان بانک عالي شورا رئیس په پیل کې د هېواد اقتصادي وضعیت چې اقتصادي وده او د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې د پولي سیاست د تطبیق راپور چې (د بدلونونو لاملونه، د انفلاسیون د نرخ وضعیت، د اداینو بیلانس، د هېواد د پولي او اسعاري سیاست موخې او اډانه، د پولي سیاست ابزارونه، د پولي زېرمو د ودې بهیر، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ) او د بانکي نظام وضعیت رانغاړي، تر بحث لاندې ونیول.

• د افغانستان بانک عالي شورا د دې غونډه په اوږدو کې په مالي سکتور کې د مشتریانو د حقونو د ملاتړ مقرره په پرنسیپ کې منظور کړه او د مالي چارو د څارنې آمریت ته یې دنده ورکړه څو یاده مقرره د شکلي او ماهوي سمون لپاره د حقوقي مشاوریت دفتر ته واستوي.

• د غونډې په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا بله د بحث وړ موضوع (له نمایندګیو پرته د بانکدارۍ) مقررې جوړوله چې د هغه په مسودې باندې له غور، څېړنې او د نظرونو له شریکولو وروسته، یاده مقرره په پرنسیپ کې منظور شوه او د مالي چارو د څارنې آمریت ته یې دنده وسپارله څو هغه د شکلي او ماهوي سمون لپاره د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر ته واستوي او د ریاست د دفتر له آمریت سره په همغږۍ هغه په دواړو رسمي ژبو وژباړي.

• د افغانستان بانک عالي شورا د خپلو مخکینيو تصویبونو په پام کې نیولو سره د بانک د پرانیستلو د جواز صادریدنه د ۱۴۰۰ کال د وري تر لومړی نېټي پورې بنده کړه. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په دې غونډه کې د هېواد د مهمو بانکي او اقتصادي مسائلو ترڅنګ په ادارې او عملیاتي موضوعګانو هم بحث او نظرونه سره تبادله کړل او په دې برخه کې لازمه تصمیمونه ونیول شو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون بانک مرکزی ازبکستان دیدار کرد

۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۸ - محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، در دفتر کاری خویش با محترم ابرار میرزا اولیموف، معاون بانک مرکزی جمهوری ازبکستان، دیدار نمود.

در این دیدار،. . .

بازگشت به خبر