د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او د افغانۍ د دودولو په اړه د هېواد د دیني عالمانو نظرونه ترلاسه کوي

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۵:۳۸
د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او د افغانۍ د دودولو په اړه د هېواد د دیني عالمانو نظرونه ترلاسه کوي

کابل، ۱۳۹۸ د کب ۸ – د افغانستان بانک رهبري پلاوي د هېواد له دیني عالمانو سره د ناستو په لړ کې دا ځل د افغانۍ د لا دودیدو او د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د موضوعاتو په اړه له دریو تنو دیني عالمانو، دوکتور محمد ایاز نیازي، مولوي عبدالتواب حنیف او مولوي رضا خان سیرت سره بحث او خبرې اترې وکړې.

د دې ناستې په اوږدو کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانۍ په دودیدولو کې د هېواد د دینې عالمانو د ارزښتناک رول او د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو په برخه کې د دوی د نظرونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د افغانۍ لا دودیدو او د اسلامي بانکوالۍ ودې ته پاملرنه کوي او د بانک په اداري جوړښت کې یې د اسلامي بانکوالۍ د آمریت د رامنځته کولو سربیره په هېواد کې یو بشپړ اسلامي بانک ته د فعالیت جواز ورکړی دی.

ښاغلي نوشیر د اسلامي بانکوالۍ د ښه والي لپاره د علماوو له نظرونو څخه د ګټې اخیستنې د ژمنې ترڅنګ وویل چې د اسلامي بانکوالۍ په اړه به له پوهانو او دینې عالمانو سره سلا مشورې دوام ولري او هیله مند یم چې د هېواد دیني عالمان د افغانۍ د دودولو او د اسلامي بانکوالۍ د هدف د پیغام رسولو په برخه کې د افغانستان بانک سره همکاري وکړي او ارزښت یې د مسجدونو او منبرونو له لارې خلکو ته بیان کړي.

 د دې ناستې ګډونوالو د اسلامي بانکوالۍ په اړه د خپلو نظرونو د شریکولو ترڅنګ د افغانۍ د دودولو په اړه د جامع پروګرامونو او د اسلامي بانکوالۍ د لا پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان بانک له دوامدارو هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ملي هویت په توګه به د افغانۍ په دودیدو او د اسلامي بانکوالۍ په وده کې له افغانستان بانک سره همکاري کوي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون بانک مرکزی ازبکستان دیدار کرد

۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۸ - محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، در دفتر کاری خویش با محترم ابرار میرزا اولیموف، معاون بانک مرکزی جمهوری ازبکستان، دیدار نمود.

در این دیدار،. . .

بازگشت به خبر