د تش بست خبرتیا

Mpoya
Thu, Aug 07 2025 5:21 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

ددندې عنوان: د احصائیې او راپورونو ارشد آفیسر

آمریت:  د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت

گریډ: اووم (۷)

د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷

د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷

د اعلان ډول: داخلي او خارجي

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

په میاشتنۍ توګه له اف کارت (Afpay Cards) څخه د ګرافیکي او احصائیوي راپورونو چمتو او ترتیبول

د ټولو برېښنایي اداینو د احصائیوي تحلیل لپاره په میاشتنۍ، ربعواره او کلنۍ توګه د ډشبورډ ترتیبول 

واک لرونکو چارواکو ته د وړاندې کولو په موخه په میاشتنۍ، ربعواره او کلنۍ توګه د افغنستان د اداینو سیستم د آمریت د راپورونو او لاسته راوړنو راټولول او ترتیبول

د افغانستان د اداینو سیستم د خدمتونو په اړه د عمومي پیژندنې او پوهې د زیاتولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په ترتیب او تنظیم کې همکاري کول

ټولو بهرنیو ادارو ته د افغانستان د اداینو سیستم د احصائیوي راپورونو ترتیبول او همداراز څارونکو ادارو او لوړ پوړو چارواکو ته د وړاندې کولو په موخه د اړتیا وړ سندونو چمتو او تنظیمول

د سوداګریزو او عامه پوهاوي د پلانونو د پلي کولو په موخه د اړوند مدیریت د پریزنټیشنونو په ترتیبولو کې همکاري کول

د افغانستان د اداینو سیستم لپاره د راپور ورکولو د منظمو سیستونو په اړه نوښت او ترتیبول

د افغانستان د اداینو سیستم د اجرائیوي پروسو، پرمختګونو او ننګونو په اړه مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د تحلیلي راپورونو چمتو او وړاندې کول

د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او مدیریت اړوند پروسو د ښه کولو لپاره د نوو وړاندیزونو او لارو چارو وړاندې کول

د اړوند مدیریت او آمریت د کلنۍ بودجې په ترتیب کې همکاري کول

د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول

د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل

د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي

د زده کړو کچه

په اقتصاد، مالي او بانکي او اداره او سوداګرۍ کې لیسانس درلودل

تجربه

د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه درلودل

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

د رهبرۍ او مدیریتي مهارتونو لرل

له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا

د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه

په خبرو کې فصاحت او بلاغت

د دندې د محرمیت ساتل

د افغانستان بانک د موخو او دندو په اړه پوهاوی لرل

شخصي صفتونه او ارزښتونه

ریښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.