د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر
تاریخ ختم
ددندې عنوان: د احصائیې او راپورونو ارشد آفیسر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
گریډ: اووم (۷)
د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷
د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷
د اعلان ډول: داخلي او خارجي
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه
• په میاشتنۍ توګه له اف کارت (Afpay Cards) څخه د ګرافیکي او احصائیوي راپورونو چمتو او ترتیبول
• د ټولو برېښنایي اداینو د احصائیوي تحلیل لپاره په میاشتنۍ، ربعواره او کلنۍ توګه د ډشبورډ ترتیبول
• واک لرونکو چارواکو ته د وړاندې کولو په موخه په میاشتنۍ، ربعواره او کلنۍ توګه د افغنستان د اداینو سیستم د آمریت د راپورونو او لاسته راوړنو راټولول او ترتیبول
• د افغانستان د اداینو سیستم د خدمتونو په اړه د عمومي پیژندنې او پوهې د زیاتولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په ترتیب او تنظیم کې همکاري کول
• ټولو بهرنیو ادارو ته د افغانستان د اداینو سیستم د احصائیوي راپورونو ترتیبول او همداراز څارونکو ادارو او لوړ پوړو چارواکو ته د وړاندې کولو په موخه د اړتیا وړ سندونو چمتو او تنظیمول
• د سوداګریزو او عامه پوهاوي د پلانونو د پلي کولو په موخه د اړوند مدیریت د پریزنټیشنونو په ترتیبولو کې همکاري کول
• د افغانستان د اداینو سیستم لپاره د راپور ورکولو د منظمو سیستونو په اړه نوښت او ترتیبول
• د افغانستان د اداینو سیستم د اجرائیوي پروسو، پرمختګونو او ننګونو په اړه مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د تحلیلي راپورونو چمتو او وړاندې کول
• د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او مدیریت اړوند پروسو د ښه کولو لپاره د نوو وړاندیزونو او لارو چارو وړاندې کول
• د اړوند مدیریت او آمریت د کلنۍ بودجې په ترتیب کې همکاري کول
• د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول
• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل
• د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي
د زده کړو کچه
• په اقتصاد، مالي او بانکي او اداره او سوداګرۍ کې لیسانس درلودل
تجربه
• د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه درلودل
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د رهبرۍ او مدیریتي مهارتونو لرل
• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د دندې د محرمیت ساتل
• د افغانستان بانک د موخو او دندو په اړه پوهاوی لرل
شخصي صفتونه او ارزښتونه
• ریښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.