د اسعارو په لیلام کې د شرکتي جوازونو او بانکونو ګډونوالو لپاره تشویقي پروګرام

Mpoya
Tue, Dec 22 2020 5:49 PM
د اسعارو په لیلام کې د شرکتي جوازونو او بانکونو ګډونوالو لپاره تشویقي پروګرام

۱۳۹۹ د مرغومی ۲- د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د لا معیاري کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکونو د فعالې ونډې د اخیستلو په موخه هغوی ته د اسعارو د لیلام په پروسه کې یو لړ هڅوونکي پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

دا اسانتیاوې هغو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره چې خپلې کړنې یې میکانیزه کړي او خپل جوړښت یې له انفرادي بڼې څخه د صرافۍ شرکت او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته بدل کړی وي، لاندې ګټې تر شاه لري:

  • د یو شمېر انفرادي صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره چې د افغانستان بانک لخوا د متحدالمال له ترلاسه کولو  وروسته یې د یوې میاشتې په موده کې خپل جوړښت له انفرادي بڼې څخه شرکتي ته اړولی وي، د اسعارو د لیلام په پروسه کې ورته ۱۰ پیسې تخفیف ورکول کیږي.
  • د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره چې له یوې میاشتې وروسته خپل جوړښت له انفرادي حالت څخه شرکتي ته بدل کړي، د اسعارو د لیلام په پروسه کې ورته ۵ پیسې تخفیف ورکول کیږي.
  • همدا ډول، د صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته اجازه ورکول کیږي چې د لیلام په هره پروسه کې د اسعارو د ټولیزه خرڅلاو څخه ۵ سلنه وپیري، حال دا چې په تیر کې دا شمېره ۳ سلنه وه.
  • په ورته وخت کې، هغه بانکونه چې د اسعارو د لیلام په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د لیلام د ټولیزه مبلغ ۱۰ سلنه وپیري.

دا موضوع د دوو بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د سوداګریزو بانکونو استازو، صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره شریکه شوه.

د افغانستان بانک له همدې لارې ډاډ ورکوي چې د بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره د مناسبې زمینې او چاپیریال د برابرولو لپاره به د هېواد د مالي او بانکي سکتور اړوندو قوانینو په اډانه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.

Latest news

Wed, Mar 19 2025 2:48 PM
Background image

DAB, MoF Ink MoU on Digital Payments

Da Afghanistan Bank (DAB) and the Ministry of Finance (MoF) signed a memorandum of understanding (MoU) regarding the transparent collection of revenues, Emirate expenditures, and. . .

Mon, Feb 24 2025 8:36 AM
Background image

DAB Governor Meets with Governor of Uzbekistan’s Central Bank

February 23, 2025 – The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, met with his counterpart from the Central Bank of Uzbekistan, Timur Ishmetov, during the Islamic Emirate’s high. . .

Wed, Nov 13 2024 5:17 PM
Background image

DAB Holds National Conference On Microfinance

November 13, 2024-Da Afghanistan Bank (DAB) held the National Conference on Microfinance, attended by representatives from national and international institutions, various countries’. . .

BACK TO NEWS