مشرانو جرګې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د امنیتي کمرو د تخنیکي ستونزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۸:۴۹
 مشرانو جرګې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د امنیتي کمرو د تخنیکي ستونزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ

۱۳۹۹، د زمري ۸ ـ د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو او خدماتو له عمومي آمرینو سره  د امنیتي کمرو د بندیدو په تړاو د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره نن مشرانو جرګې ته وغوښتل شو.

د دې غوندې په اوږدو کې د مشرانو جرګې دویم نایب ښاغلي محمد اکبر ستانکزي له یو شمېر ښاغلو سناتورانو سره یو ځای په ځینو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو د صحت په اړه د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په رسنیو کې د خپاره شويو راپورونود ناسم بللو ترڅنګ معلومات ورکړه چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲ نېټه له غرمې وروسته ۵:۴۰ دقیقې یو شمېر محدودې امنیتي کمرې د تخنیکي ستونزې له امله له  فعالیته غورځیدلې وې؛ چې موضوع د پخواني دویم مرستیال، د خزانې مسئولینو، د خدماتو لوی آمر او د بانک د ټولو ناظر په حضور کې په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې نیول شوې چې د ټولو ناظر د ادارې د څېړنو پر بنسټ، د بانک خزانې او شتمنیو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان بانک د ریاست سرپرست د بانک خزانه یو خوندي او محفوظ ځای وباله چې هغه ته لاسرسۍ د بانکي کړنلارو پر بنسټ کیږي او تل د څو ډوله داخلي او خارجې کمرو د څار لاندې وي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته