د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او بانکي اړیکو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړه او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه د هېوادونو تر منځ د غوره بانکي اړیکو شتون د سوداګرو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي او د افغانستان بانک ژمن دی چې په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو د برابرو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت، د بازار د عملیاتو لوی آمر ښاغلی محمد عباس سامح، د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور او د ایران هېواد له سفیر سره مل پلاوي ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته