د تش بست خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم:  د معلوماتو د ساتنې شنونکی (Penetration tester)

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: (۸) آتم

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام  ۵    

د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام  ۱۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د کړنو د ښه والي، د اغیزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او د اړوند مدیریت د چارو د مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، او کلني کاري پلانونو په طرحه او ترتیبولو او د اړوندو تقنیني او اداري سندونو په تعدیلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

د تقنیني او اداري سندونه لکه مقرراتو، لایحو، ستراتیژیو او پلانونو ، پالیسو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو د طرحې، تسوید، تعدیل او نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په برخه کې له مستقیم مدېر سره همکاري کول؛

د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږي درلودل؛

د اړتیا پر بنسټ د سیاستونو، د برابرۍ (انطباق) د ابزارونو او امنیتي سیستمونو په ګډون د امنیتي سیستمونو او پروګرامونو د نصبولو او تنظیمولو مدیریت کول؛

د امنیتي پروګرامونو او د نویو امنیتي سیاستونو د ترسره کولو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه د اړوندو برخو د امنیتي سیاست د سمون لپاره د سپارښتنو کول؛

له امنیتي پلوه د معلوماتي تکنالوژۍ د مدیریتونو کنټرول او څارل او د سیستمونو د ساتنې په تړاو څېرنه او د کارکوونکو لپاره د امنیتي پوهاوۍ روزنه؛

پر موجوده سیستمونو باندې د سایبري بریدونو څیړنه او پوهاوی؛

د نفوذي ازموینې په میتود کې ښه والی او د هغې پراختیا؛

د امنیت ټسټ معیارونو سره بلدتیا؛

د سایبري ګواښونو لپاره د نفوذي ازموینې ترسره کول؛

د ناوړه پوستکالو د سیسټمونو د ککړتیا او امنیتي پیښو ارزول؛

د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت اړوند په ټولو تکنالوژیکي سیسټمونو کې د زیان منونکو ټکو پیژندنه؛

د بشپړ خوندیتوب لپاره په بانکي سیسټمونو باندې د سایبري بریدونو مخنیوی او کمول؛

د پلانونو، راپورونو، پالیسیو، د نفوذي آزموینې کړنلارو، د خطرونو ارزول، او داسې نور ترتیب او تنظیم کول؛

د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوارو، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرایط:

د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل او په اړونده برخه کې د ماسټرۍ سند ته ترجیح ورکول کیږي.

تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا

د نفوذي آزموینې ابزارونو سره بشپړه بلدتیا او په دې برخ کې بشپړ مهارت، د Vulnerability Scanning پلي کولو بشپړه پوهه، د ساتنې او خوندیتوب سیسټم پروګرامونو، آپلیکیشنونو، شبکې، سافټویر او نورو اړوندو مواردو سره بلدتیا، د ذکر شوي تصدیق درلودل:

CPENT: Certified ted Penetration Testing Professional, PWK: Penetration Testing with Kali

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies