د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۶ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت په مشرۍ د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د سوداګریزو شرکتونو استازو خپلې مالي او بانکي ستونزې د افغانستان بانک سره شریکې کړې او په مالي او بانکي برخو کې یې د وروستیو پرمختګونو ستاینه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د سوداګرو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي د سوداګریزو شرکتونو له استازو سره په خبرو کې یادونه وکړه چې له نېکهمرغه بانکي نظام د کړکېچ له حالت څخه راوتی دی او اوس مهال یې کړنې د عادي کېدو په حال کې دي همدارنګه په نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شوې دي تمه ده چې ډېر ژر به د پرمختګ مرحلې ته ورسېږو.
باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د بانکي څارنې آمریت مرستیال هم ګډون کړی وو.