د افغانستان بانک له لوري په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
د افغانستان بانک له لوري په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶هـ ق، ذوالقعدة الحرام ۱۶ - د افغانستان بانک د پولي راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او له ګردښت څخه د مندرس شویو بانکنوټونو د ایستلو په موخه، په شمال زون کې د ۸۴۳ میلیونه او ۴۳۰ زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه وسوځول.

یاد بانکنوټونه د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي تر دقیقې شمېرنې او څارنې وروسته له منځه یووړل شول. پدې بانکنوټونو کې د افغانیو لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون، پنځه‌سوه‌ګون او زرګون بانکنوټونو انواعیې شاملې  وې.

د مندرسو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال ښاغلي ملا محمد آخند وویل، چې د افغانستان بانک د راکړو ورکړو د اسانتیاوو لپاره وخت په وخت مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او د نویو او سالمو بانکنوټونو په وړاندې کولو سره، درنو هېوادوالو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي. نوموړي له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د افغانیو بانکنوټونو د سمې ساتنې لپاره جدي پاملرنه وکړي، څو د بانکنوټونو له بې‌وخته زړېدو او د بیا چاپ له لګښتونو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې د مندرس شویو بانکنوټونو د راټولونې او له ګردښت څخه د ایستلو بهیر د هېواد په ټولو زونونو کې روان دی. هغه درانه هېوادوال چې مندرس بانکنوټونه لري، کولای شي د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته مراجعه وکړي او یاد بانکنوټونه په نویو او سالمو بانکنوټونو بدل کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته