په بانکي سکتور کې د افغانستان بانک یو کلنې لاسته راوړنې
بانکونه د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهم رول لري او کولای شي چې د هېواد اقتصاد په حرکت راولي، د افغانستان بانک ویاړي چې په افغانستان کې بانکي نظام د پرمختګ په لور روان دی.
د افغانستان بانک توانیدلی دی چې په تېر یو کال کې د بانکي سکتور په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي.
اسلامي بانکوالۍ ته پراختیا ورکړل شوې ده، او اوس ټول بانکي معاملات له سود پرته د اسلامي اصولو او مقرراتو په رڼا کې تر سره کېږي.
په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو د امانتونو د اېښودلو کچه لوړه شوې او د هېواد په هغو لرې پرتو سیمو کې چې له دې وړاندې هلته بانکي خدمتونه موجود نه وو، نوې نمایندګۍ پرانیستل شوې دي. بانکونو د خلکو لپاره د وړو تمویلاتو ورکړه پیل کړې او عملاً درانه هېوادوال کولای شي له دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.
د برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې هم مؤثر ګامونه پورته شوي دي. اف پی کارت دا مهال فعال دی، دا یو ملي کارت دی چې د ټولو سوداګریزو بانکونو د صرافۍ خپلکاره ماشینونو او پاس ماشینونو کې کار کوي. د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې لا هم روانې دي.
د سیستمونو په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی دی، د افغانستان بانک ټول سیستمونه د مالیې د محترم وزارت له سیستمونو سره وصل شوي دي او په دې برخه کې به ډېر ژر د لا ډېرو پرمختګونو شاهدان واوسو.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او دا اړیکې یې په ښه ډول پاللې دي.