د افغانستان بانک د شرعي څارنې پلاوي غونډه جوړه شوه

Mpoya
Sat, Jun 03 2023 5:52 PM
د افغانستان بانک د شرعي څارنې پلاوي غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۴ کال د ذوالقعدة الحرام ۱۴- د شرعي څارنې پلاوي د ۱۴۰۲ مالي کال دویمه غونډه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري په مشرۍ د یاد بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د شرعي څارنې پلاوي د کړنو او د اسلامي بانکوالۍ د ستونزو او ګټورو حل لارو په اړه په تفصیل سره بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري لومړی د اسلامي بانکوالۍ د اغېزناکتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د شرعي څارنې پلاوی باید خپلې دندې او کړنې له شریعت سره سم عیارې کړي او خلکو ته د اړینو بانکي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هڅې وکړي.

نوموړي د شرعي څارنې پلاوي څخه وغوښتل، چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې خپلو ګرانو هېوادوالو ته د غوره اسلامي بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړي او د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې وکړي.

ورپسې د شرعي څارنې پلاوي رئیس دوکتور فضل الرحمن بصیرت د اسلامي بانکوالۍ موضوعاتو په ځانګړي ډول په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د دغه پلاوي د وروستیو کړنو په اړه د پلاوي غړو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د کړنو ترڅنګ یې د بانکوالۍ د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې څو د هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Latest news

Sat, Jun 29 2024 4:58 PM
Background image

DAB Acting Governor Leaves for Djibouti to attend IFSB

June 29, 2024 – The Acting Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Hedayatullah Badri, and his accompanying delegation left for the Republic of Djibouti to attend the 22nd annual session. . .

Wed, Jun 12 2024 4:17 PM
Background image

DAB Risk Management and Compliance Committee holds a Meeting

June 12, 2024 - The risk management and compliance committee of Da Afghanistan (DAB) held a meeting chaired by the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Noor Ahmad Agha.

A. . .

Tue, Jun 11 2024 4:02 PM
Background image

DAB Supreme Council Holds Quarterly Meeting

June 11, 2024 – The supreme council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Mr. Hedayatullah Badri, the acting Governor of Da Afghanistan Bank, and attended by other. . .

BACK TO NEWS