د تش بست خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د فولسټک ارشد آفیسر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
ګریډ: اووم) ۷(
د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷
د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• د مالي سیستمونو د نښلولو، داخلي کارونو د اتومات کولو، او د حل لارو د پلي کولو ترڅنګ، د پروژو پر وخت پراختیا او سپارل:
• د فرنټ ینډ او بک ینډ ماډیولونو تر منځ له همغږۍ څخه بشپړ ډاډ ترلاسه کول؛
• د پرمختللو اپلیکېشنونو لپاره د ډېټابېس طرحه او پلي کول؛
• د Semantic نسخه بندۍ پر بنسټ په VCS کې د کوډ بیس ساتنه ؛
• د اپلیکېشنونو او وېب سایټونو د نیمګړتیاوو موندل او اصلاح کول؛
• د پراختیا شویو اپلیکېشنونو د باینري نسخو طرحه او همغږي؛
• پرمختللو محصولاتو په پراختیا او پر وخت سپارلو کې همغږي؛
• د اړوندې څانګې د لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو ادارې لیکونو لیکل، تعقیبول، او په ټاکلي وخت د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره طی مراحل کول؛
• په هارډ او سافټ ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
د کمپیوټر ساینس، سافټ ویر انجینرۍ او یا معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لیسانس.
تجربه:
لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا؛
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو درلود ؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د Spring Boot او React, Angular او Vue چوکاټونو سره بلدتیا؛
• No،SQL او SQL له ټولو ډیټابیسونو سره بشپړه بلدتیا؛
• د بریښنایي اداینې او ډیجیټل کولو د مفاهیمو سره بلدتیا؛
• د CI/CD طریقې او مفهوم پېژندنه؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛
• د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا؛
• د دندې محرمیت ساتل؛
• د مرکزي بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی درلودل؛
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
•درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
•د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.