د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۶:۵۳
د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: د  فولسټک ارشد آفیسر

آمریت: د  افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت

ګریډ: اووم)  ۷(

د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷

د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

د مالي سیستمونو د نښلولو، داخلي کارونو د اتومات کولو، او د حل لارو د پلي کولو ترڅنګ، د پروژو پر وخت پراختیا او سپارل:

د فرنټ ینډ او بک ینډ ماډیولونو تر منځ له همغږۍ څخه بشپړ ډاډ ترلاسه کول؛

د پرمختللو اپلیکېشنونو لپاره د ډېټابېس طرحه او پلي کول؛

د Semantic نسخه‌ بندۍ پر بنسټ په VCS کې د کوډ بیس ساتنه ؛

د اپلیکېشنونو او وېب ‌سایټونو د نیمګړتیاوو موندل او اصلاح کول؛

د پراختیا شویو اپلیکېشنونو د باینري نسخو طرحه او همغږي؛

پرمختللو محصولاتو په پراختیا او پر وخت سپارلو کې همغږي؛

د اړوندې څانګې د لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو ادارې لیکونو لیکل، تعقیبول، او په ټاکلي وخت د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره طی مراحل کول؛

په هارډ او سافټ ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو  تنظیمول او ساتل؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس، سافټ ویر انجینرۍ او یا معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لیسانس.

تجربه:

لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا؛

 د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

 د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو درلود ؛

 له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

 د Spring Boot او  React, Angular او Vue چوکاټونو  سره بلدتیا؛

No،SQL  او SQL له ټولو ډیټابیسونو سره بشپړه بلدتیا؛

د بریښنایي اداینې او ډیجیټل کولو د مفاهیمو سره بلدتیا؛

د CI/CD طریقې او مفهوم پېژندنه؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛

د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا؛

د دندې محرمیت ساتل؛

د مرکزي بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی درلودل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.