د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د شپې شفټ د شبکې ارشد آفیسر
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
گریډ: اووم (۷)
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د رجب المرجب ۲۰
د پای نېټه: ۱۴۴۷د شعبان المظم ۴
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د سیسکو سویچونو، سیسکو روټرونو، د ASAاو Cyber roamفایروالونو، Update operating server system او د افغانستان بانک په مرکزي دفتر، ښاري څانګو او اوه ګونو زونونو کې د شبکې اړوند نورو برخو کانفیګریشن؛
• د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو د هغه دفترونو د شبکې او انټرنیټ تخنیکي ستونزو ته رسېدنه او د هغې حل کول چې د شپې له خوا فعالیت کوي؛
• د افغانستان بانک د شبکې مدیریت د تخنیکي او مسکلي کارونو تنظیم او ترتیب او د شپې له لورې د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د شبکوي او انټرنیټي خدماتي شرکتونو سره د اړیکې ساتل؛
• د مرکز او نمایندګیو د داخلي AVAYA تیلیفون د سیستم کانفیګریشن او انسټالیشن؛
• د مستقیم مدیر په همغږۍ او همکارۍ د انټرنیټ او شبکې د غوره خدمتونو فعاله ساتل؛
• د مستقیم مدیر په همغږۍ او د کاري مسوولیت په ساتنه د شفټ اړوند چارو تسلیمي اخیستل او ورکول؛
• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښوونه د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او پر ټاکلي وخت د هغې طی مراحل ترسره کول؛
• په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه؛
• د اړوند مدیریت د فعالیتونو د پرمختګ او لاسته راوړنو څخه د اوونیزو، میاشتنیو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا پر مهال راپورونو راټولول، یوځای کول او ترتیب؛
• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د لیسانس درلودل
تجربه:
د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
• د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا
• د بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه
• د دندې محرمیت ساتنه
• د افغانستان بانک د موخو او دندو څخه پوهاوی
• د نیټورک مانیټورنګ او سرور مانیټورنګ ټولز سره بلدتیا
• د کمپیوټري پروګرامونو او نورو ټکنالوژیکي برخو CCNP, CCNA,N+ AVAYA IP Phone, Cyber roam Firewallسره بلدتیا
شخصي صفتونه او ارزښتونه
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.