د افغانستان بانک د پیسو له نړیوال صندوق سره ډیری اقتصادي پروګرامونه په بریالیتوب پای ته رسولي

Mpoya
Sat, Oct 19 2019 11:26 AM
د افغانستان بانک د پیسو له نړیوال صندوق سره ګډ اقتصادي پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړ

د افغانستان بانک د کریډټ د تمدید د اسانتیا پروګرام (ECF) د زیاتو شرایطو په پوره کولو او د یاد پروګرام د موخو په ترلاسه کولو سره په بریا سره پای ته رسولی او د روان کال د نومبر د میاشتې تر پایه پورې به یې ټول موارد بشپړ کړي.

د افغانستان دولت او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ په شپږمې او وروستۍ ناسته کې چې د تلې د میاشتې له ۱۱ نېټې څخه تر ۱۸ نېټې پورې د دبۍ په ښار کې په لاره اچول شوی وه، د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال، واحدالله نوشير په مشرۍ د یاد بانک پلاوي او د کرسټوفر ډوینالډ په مشرۍ د پیسو نړیوال صندوق د کارپوهانو پلاوي ګډون کړی وه.

په یاده ناسته کې چې د تیرو پنځو ناستو په دوام جوړه شوې وه، پر اقتصادي وضعیت او د دې وضعیت د لیدلوري، د بانکي سکتور د وضعیت، د انفلاسیون د نرخ، د اسعارو د مبادلې نرخ، پولي شاخصونو (په ګردښت کې پيسو او پولي زیرمو) او د خالصو اسعاري زیرمو د کچې په اړه تفصیلي او هر اړخیز بحثونه وشول.

د بانکي سکتور د موخو د ترلاسه کولو ترڅنګ، د افغانستان بانک په دې توانیدلی څو د دې پروګرام زیات شمیر مقداري موخې په بریالیتوب سره عملي کړي. په یاده موده کې د انفلاسیون نرخ ټیټ، د مبادلې نرخ د داخلي او سیمه ایزو ستونزو سره سره له نسبي ثبات څخه برخمن او پولي شاخصونه (په ګردښت کې پيسې او پولي زیرمې) د ټاکل شوې کچې څخه ټیټ وه او اسعاري زېرمې نه یواځې دا چې د ټاکل شوې موخې څخه زیاتې دي، بلکه په تیرو اتلسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې دي.

د پیسو نړیوال صندوق هیئت په ECF پروګرام کې د افغانستان بانک د کړنو قدرداني وکړه او د افغانستان په سختو او ستونزمنو شرایطو کې د یادو شرایطو په عملي کولو او ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې یې یادې کړنې بریالۍ وبللې او څرګنده یې کړه چې د اجرائیوي پلاوي سره له سلا مشورو وروسته به د خپلې انټرنیټي پاڼې له لارې خپل دریځ رسماً اعلان کړي.

تمه کیږي چې د یاد صندوق اجرائیوي پلاوی به د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې په دې اړه بحث وکړي او ۵.۳ میلیون SDR چې معادل یې ۷.۴ میلیون امریکایي ډالره کیږي، افغانستان ته ورکړي چې د یاد پروګرام له لارې افغانستان ته د ټولیزو ورکړل شویو پیسو مبلغ به ۳۲.۳۸ میلیون SDR (۴۴.۴ میلیون ډالر) ته ورسیږي.

Latest news

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

BACK TO NEWS