د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۳۰
د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري او د بیو د ثبات په موخه لازم اقدامات ترسره کوي. د افغانستان بانک کافي سرچینې لري او د اړتیا په صورت کې د هېواد د بازارونو او مالي بنسټونو د افغانۍ او اسعارو اړتیاوې پوره کوي.

سربېره پر دې، د هېواد له پولي بازارونو څخه په منظم ډول څارنه کیږي. که چېرته په دې برخه کې ناوړه ګټه اخیستنه ښکاره شي، له متخلفینو سره به د قانون په رڼا کې چلند وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته