د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل
د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا، د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګرۍ د حجم له زیاتېدو سره سم د بانکي تعاملاتو د اغېزناک تنظیم، دوه اړخیزه تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې ښاغلي صدیق الله خالد د افغانستان بانک له لوري په مالي او بانکي برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان بانک چمتو دی، څو د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او بانکي اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي.
ورته مهال، د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا ارزښت ته په اشارې وویل، چې د ازبکستان مرکزي بانک به هم د متقابلو همکاریو د پراختیا او د بانکي تعاملاتو د اسانتیا لپاره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې د دې ډول ناستو او دوامدارو تخنیکي همکاریو له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مالي او بانکي اړیکې لا پیاوړې او اغېزناکې شي.
