د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۶:۴
د افغانستان بانک خبرتیا!

درنو هېوادوالو،

د بیو ثبات او د اسعارو  مبادلې د نرخ ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي. خپلو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک، د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

په پولي بازارونو کې نوسانونه د نورو هېوادونو په څېر یو طبعي او معمول اقتصادي حالت دی، نو ګرانو هېوادوالو ته اړتیا نشته چې له دې پلوه اندېښنه وکړي.

د افغانستان بانک کافي مالي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات، نقدینګۍ، او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

همدارنګه، د افغانستان بانک د هېواد پولي او مالي بازارونه په دقیقه توګه څاري او که د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې موارد ولیدل شي، په دې اړه به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته