د افغانستان بانک خپلواکي؛ روڼتیا او د خپلو کړنو په اړه حساب ورکونې پورې تړاو لري
۱۳۹۸ د کب ۲۱- د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د ځواب ورکونې په پروګرام کې ګډون وکړ او د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې یې د خپلو لاسته راوړنو راپور له رسنیو او د افغانستان له خلکو سره شریک کړ.
په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانستان بانک د اصلي موخې په اړه چې د کورنیو بیو ټیکاو ساتل دي؛ خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ۱۳۹۸ مالي کال د افغانستان بانک لپاره له لاسته راوړنو ډک کال ؤ.
ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک د تیر کال په اوږدو کې توانیدلی څو د پیسو د نړیوال صندوق ګډ اقتصادي پروګرام د مقداري هدف په ترلاسه کولو سره د کریډټ د اسانتیا تمدیدیدو پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسوي چې په بشپړیدو سره یې د افغانستان اعتبار نور هم زیات شوی او د مرستندویه ټولنو د پاملرنې وړ ګرځیدلی دی. نوموړي زیاته کړه چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د انفلاسیون نرخ په یو رقمي حالت کې ۲.۲۷ سلنه وه چې دا کار د معقولو پولي سیاستونو د پلي کولو ښکارندوي کوي.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال زیاته کړه چې په روان مالي کال کې د هېواد اسعاري زیرمې په ساري توګه زیاتې شوي او اوس مهال یادې زیرمې ۸.۶ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسیږي چې د تیر کال په پرتله ۱۶۶.۷ میلیونه امریکايي ډالره زیاتوالی ښکاره کوي.
ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال، ښاغلي محمد قسیم رحیمي د زړو پیسو د سوځولو پروسې په اړه د خبرو ترڅنګ د افغانۍ د دودیدو د ارزښت او د افغانستان بانک د راتلونکو پروګرامونو په اړه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک په ۱۳۹۸ مالي کال کې یوه داسې طرحه ترتیب کړې چې پر بنسټ یې د نورو اړوندو ادارو سره په همکارۍ د افغانۍ د دودیدو په اړه دوامداره هڅې ترسره شوي دي.
د دې پروګرام په پای کې د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي لخوا د هېواد د ډله ایزو رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.