د افغانستان بانک د نړیوال بانک له لوري د افغانستان د بیا رغونې صندوق د څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالرو د آزادولو هر کلی کوي

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۶:۷
د افغانستان بانک د نړیوال بانک له لوري د افغانستان د بیا رغونې صندوق د څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالرو د آزادولو هر کلی کوي

۱۴۰۰ د کب ۱۱ مه- د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون د افغانستان د بیارغونې صندوق یو میلیارد امریکايي ډالر چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه کنګل شوي وو، آزاد کړل. د افغانستان بانک د نړیوال بانک د دغه غوره ګام هرکلی کوي او په مالي او بانکي برخو کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.

دا پیسې به د اساسي خدماتو د وړاندې کیدو" د زيانمن شويو افغانانو د ملاتړ، د انساني پانګې د ساتلو، د اقتصادي او اجتماعي خدماتو د وړاندې کیدو" د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د افغانستان بانک د نړیوال بانک له دې نیک اقدام څخه د ستاینې تر څنګ غواړي چې د دې مرستو د اغېزناکتیا او پایښت لپاره دې دا مرستې د اړوندو بنسټونو له لارې ولګول شي او همدارنګه د افغانستان د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د ملاتړ په برخه کې دنړیوال بانک او نورو مالي بنسټونو د همکارۍغوښتنه کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته