د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۳:۰
.

۱۴۴۴ صفرالمظفر ۲۰ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۱ نېټه (۱۴۰۱/۰۶/۲۷) د یک شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۱) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د افغانستان بانک 14 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ربیع الاول 17- د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ربیع الاول د میاشتې په 18 نېټه (1402/07/11) د  سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (14) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۷:۸
Background image

د افغانستان بانک د نړۍ غوره ثبات لرونکی پولي واحد کنټرولوي

د افغانستان بانک په خپل غوره مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره توانېدلی دی چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

دا مهال افغانۍ په نړیواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

۱۸ صفر المظفر ۱۴۴۵– د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بانکي سکتور د فعالیتونو د ښه والي، د. . .

بېرته خبرونه ته