د افغانستان په چارو کې د اروپائي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدنه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۰:۳۱
د افغانستان په چارو کې د اروپائي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدنه

۱۴۴۳ شوال ۹ مه – د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ټامس نیکلسن سره ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي مسائلو یې ورسره بحث وکړ.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار د افغانستان د بانکي سکتور پر وضعیت او د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک لخوا د هر ډول آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه. د ښاغلي پسرلي په خبره د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي، پر نړیوالو اصولو برابر دي او د افغانستان د خلکو په ګټه دي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې استازي په مالي او بانکي برخو کې د افغانستان بانک له همکارۍ مننه وکړه او د اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې د آمریت د مرستیال ښاغلي محمد ناصر سهاک سربېره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره مل پلاوي هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته