د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۰
د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ د شعبان المعظم ۴ مه – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک، سوداګرۍ او پانګونې خونې، صرافانو ټولنې، د سوداګرۍ برخې د بېلابېلو ټولونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

په یاده مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په پیل کې د سوداګرۍ خونې له مشرتابه مننه وکړه چې د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه یې رسنیز کنفرانس جوړ کړی دی. نوموړي وویل د افغانستان بانک د خپلو مسؤلیتونو په چوکاټ کې د افغانۍ د ثبات، د بیو ثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي.

ښاغلي خالد وویل افغانۍ د هېواد ملي هویت دی، او هېوادوال، په ځانګړې توګه سوداګر، باید دا پولي واحد د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال وکاروي. د نوموړي په خبره څو ورځې وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ کې بدلون راغلی و، خو د افغانستان بانک د اړینو اقداماتو له لارې بازار بېرته عادي حالت ته راوګرځاوه. د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې مونږ کافي مالي سرچینې لرو او هر کله چې اړتیا ولیدل شي د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره اړین ګامونه پورته کېږي.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتنه ګډ مسئولیت یاد کړ. ښاغلي مومند له د افغانستان بانک څخه مننه وکړه چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه یې پر وخت اړین ګامونه پورته کړل او وضعیت یې په ښه ډول مدیریت کړ. نوموړي زیاته کړه افغانۍ دا مهال په نړیواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ځای لري او په کار ده چې ټول هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکاروي.

 په همدې ډول په دې غونډه کې د صرافانو د ټولنې مشر ښاغلي بهرام خان ځدراڼ هم خبرې وکړې، نوموړي وویل د افغانستان بانک له خپلې ژمنې سره سم اړین ګامونه پورته کړل او د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې د رامنځته شویو تغیراتو مخنیوی یې وکړ، ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه عام خلک باید په بې بنسټه آوازو باور و نه کړي او ډاډمن اوسي چې مسئولې ادارې پر وخت اقدامات تر سره کوي.

تر هغې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونو مرستیال ښاغلي خان‌جان الکوزي خبرې وکړې او د هېواد په اقتصادي رغښت کې یې د سوداګرو رول د ارزښت وړ یاد کړ، نوموړي د دولت او خصوصي سکټور تر منځ ګډه همکاري او همغږي مهمه یاده کړه او په دې برخه کې یې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته