د افغانۍ د مندرسو بانکنوټونو سوځول

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۶:۱
د افغانۍ د مندرسو بانکنوټونو سوځول

۱۴۰۰ د سلواغې ۲۷ مه – د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ شپږ سوه او اته لس میلیونه زاړه او مندرس د سلګون، شلګون او لسګون افغانۍ بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا وویل چي د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسئولیت دی او له خلکو یې وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو و ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې راټول شوي زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کُرو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته