د الکترونیکي اداینو سیستم د پراختیا طرحې د دویم پړاو غونډه جوړه شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۱:۴۸
د الکترونیکي اداینو سیستم د پراختیا طرحې د دویم پړاو غونډه جوړه شوه

کابل، د سلواغې ۵ – د الکترونیکي اداینو سیستم د پراختیا طرحې د پلې کولو میکانیزم د دویم پړاو غونډه د افغانستان بانک د سرپرست او دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی تر ریاست لاندې د هېواد د سوداګریزو بانکونو د استازو په ګډون د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د غونډې په پرانیستنه کې د افغانستان بانک سرپرست او دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دې طرحې د هدفونو په اړه د وینا پرمهال وویل چې د مشتریانو په تېره بیا د سوداګرو او د ټکس ادا کوونکو، د دولت د نورو اداینو او د دې ترڅنګ د جغرافیوي محدودیت پرته د دولتي عوایدو راټولولو، د غیر نقدي معاملو د دودولو، د خلکو ترمنځ د بانکوالۍ فرهنګ د لادودولو، د افغانۍ د ژر زړېدو څخه د مخنیوی او له ګمرکاتو څخه د سوداګرو د مالونو د چټکه وتلو په برخو کې اغېزناکه، کم بیه، چټکه، پراخ، ډاډمنه او رڼه بانکي خدمتونه د دې سیستم له آسانتیاوو څخه شمېرل کېږي.

ښاغلي رحیمي د اداري فساد په وړاندې د دې سیستم طرحه اغېزناکه وبلله او له سوداګریزو بانکونو څخه یې وغوښتل چې د دې طرحې په پلې کېدو کې له اړوندو ادارو سره همکاری وکړي.

ورپسې د بانکي عملیاتو د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق د میکانیزم د لومړي پړاو او د یاد میکانیزم د دویم پړاو د پلې کېدو څرنګوالي په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د الکترونیکي اداینې سیستم د پراختیا طرحه او د هغه د پلې کولو میکانیزم د مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ګډې همکارۍ د افغانستان بانک لخوا ترتیب شوې او د افغانستان د اقتصادي عالي شورا تر منظورۍ وروسته په درېو پړاوونو کې پلې کېږي.

په دې غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمر ښاغلي میر احمد شکیب هم د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د سوداګریزو بانکونو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلو مشتریانو ته لازیاتې آسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته