د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د یو نوي یمې غونډې جوړیدل
د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي یو نوي یمه غونډه د ۱۴۰۰ کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیس او د هغه د مدیره پلاوي له غړو سربېره د غړو هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، ترکیه، ایران، آذربایجان او قرغیزستان استازو ګډون درلوده. په دې غونډه کې لومړی د مدیره پلاوي د غړو لخوا مخکینۍ صورت جلسې تصویب شوې او ورپسې غړو هېوادونو ته د مالي او اعتباري اسانتیاوو او د دې بانک په مقررو او پالیسیو کې د راوړل شویو تعدیلاتو د تصویب په برخو کې له اجنډا سره سم بحث ترسره شو او په دې برخه کې لازمې لارښوونی وکړې.
د یادونې وړ ده چې دا بانک په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدا ډول د اکو سازمان تر چتر لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه پرانېستل شوی چې د ترکیې په استانبول کې موقعیت لري. افغانستان هم په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د هغه غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغه په غونډو کې په منظمه توګه ګډون کوي.
د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو له نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره د خپلو اړیکو د تأمینولو او ښه والي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د بانکي او مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی.