د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د پنځه نويیمې او شپږ نويیمې غونډې جوړېدل

د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۸ نېټه د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي پنځه نوي او شپږ نويیمه غونډه د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک رئیس او د غړو هېوادونو (ترکیې، ایران، پاکستان، افغانستان، اذربایجان، قرغزستان) استازو حضور درلود چې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد پکې ګډون کړی ؤ.
په پیل کې د تېرې غونډې صورت جلسه د اداري پلاوي له خوا تصویب شوه. بیا، یو ترکي شرکت ته د پور ورکولو او همدارنګه په ترکیه هېواد کې یو شمیر مالي / بانکي بنسټونو ته د پور ورکولو د حد د بیا کتنې په اړه پریکړې وشوې. ورپسې ایران هېواد کې د یو شمیر بېخبنسټیزو پروژو لپاره د ایکو بانک د پورونو د بېرته ورکولو تازه راپور هم وړاندې شو.
په آخر کې د بانک د بشري سرچینو د پاليسۍ په ګډون د بانک يو شمېر مقررات او تګلارې تر بحث لاندې ونيول شول او د څلورو نورو هېوادونو (ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان) د هڅونې او له دې بانک سره د یو ځای کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
د یادونې وړ ده چې دغه بانک په سيمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري آسانتیاوو د رامنځته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدارنګه د ایکو سازمان تر څار لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه پرانیستل شوی دی چې افغانستان د یاد بانک د غړي په توګه په منظمه توګه په غونډو کې برخه اخلي او په فعاله توګه ګډون کوي.
د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې له بانکونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو مالي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.