د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۶
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: حقوق پوه

آمریت: د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز

ګرېډ: اتم (۸)

د خبرتیا د پیل نېټه:  1445د شوال المکرم 15

 د خبرتیا د پای نېټه: 1445 د شوال المکرم 29

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• په قوانینو، مقرراتو، لارښوونو او پالیسیو کې د پیسو مینځلو او د تروریستي تمویل د مخنیوي لپاره د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره په موافقه کې نوي تعدیلات طرح کول؛

• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان پلي کول او د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیلولو کې له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره همکاري‎‎‎؛

• د عمومي پلان له مخې د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیب او ترتیب او د اړوندو اداري او تقنیني اسنادو په ترتیبولو کې همکاري؛

• د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې په اړه د اړوندو قضیو څېړنه او تعقیب؛

• د راپور ورکوونکو چارواکو او د فینټراکا کارمندانو ته د حقوقی نظرونو او مشورې، بندیزونو او نړیوالو تړونونو چمتو کول؛

• د نویو متحدالمالونو، مقرراتو او پالیسیو چمتو کول او تنظیمول او د مشورو د تطبیق په اړه د راپور چمتو کول؛

• د ادارې تفاهم نامو په اړه د تړونونو او تحلیلي مسلو په اړه د حقوقي نظرونو وړاندې کول او د قوانینو او مقرراتو سره سم د ادارې د خدمتونه همغږي کول؛

• د اړوند ادارې د قانوني مسودو د تنظیم په اړه په غونډو کې ګډون؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې هدایت سره سم په ټاکلي وخت د هغو طی مراحل کول؛

• په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

• د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورته سپارل کېږي.

تحصیلي درجه:

په حقوق او شرعیات په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د هېواد له رسمي او انګلېسي ژبو سره بلدتیا؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

•  د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل؛

•  له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

  • د بانکي، مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې له قوانینو او مقررو، نړیوالو معیارونو او تړونونو سره بلدتیا؛

•  پر مالي معاملو او قضيو باندې د شننې وړتیا لرل؛

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندنه.

• د دندې د محرمیت ساتل؛

• د مرکزي بانک له دندو او موخو سره بلدتیا؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

صادق، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies