د صرافانو د یووالي شورا له غړو سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۷:۳۰
د صرافانو د یووالي شورا له غړو سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو د شورا له مشرتابه سره ولیدل. په دې غونډه کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو په اړه خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په هغه غونډه کې چې په دې اړه جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان بانک ژمن د چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې د یاد سکتور د میکانیزه کولو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

په یاده غونډه کې د صرافانو د شورا رئیس ښاغلي الحاج امین جان خوستي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په استازولۍ خبرې وکړې او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې د افغانستان بانک له سرپرست سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمديد غونډې په پای کې د افغانستان بانک د غیر بانکي څارنې آمریت ته دنده وسپارله چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې له دوی سره د قانون په رڼا کې د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته