د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۱:۱۶
د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د صرافانو د ټولنې له استازو سره د دوی په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې،ښاغلي واحدالله نوشېر د صرافانو د ټولنې له استازو څخه وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې له دوی سره شریکې کړي، ترڅو د عالي شورا په راتلونکې غونډه کې یادې ستونزې په بحث کې ونیول شې او د قانون په اډانه کې ورته د حل لارې پیدا شي.

د یادې ټولنې استازو د صرافۍ په برخه کې خپلې یو شمېر ستونزې د افغانستان بانک له سرپرست سره شریکې کړي او له مسئولینو یې غوښتننه وکړه چې د ټولنې وضعیت ته په کتلو سره په قانون کې داسې موارد وضع کړي ترڅو د یادو قوانینو په پلي کېدو کې ستونزې رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د یو شمېر آمرینو او کارکوونکو سربېره د صرافانو ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1398 کال د کب 8ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د کب میاشتې په 10 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو د هڅو ستاینه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د یو شمېر مدني ټولنو له استازو سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۴۷
Background image

د زاړه بانکنوټونو تحویلي

ګرانو هېوادوالو خپل زاړه بانکنوټونه په لاندې ډول کولای شئ تحویل او تبدیل کړئ:

۱. کله چې بریښنا بلونه، د پاسپورټ تعرفې، جوازسیر، د اوبو بل، د صفايی کتابچې او نورې تحویلۍ چې حکومت ته کوئ. . .

بېرته خبرونه ته