د نړیوال بانک او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) له استازو سره جلاغونډې تر سره شوې
۱۳۹۹ د کب ۱۳ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د نړیوال بانک له استازو سره، مالي خدمتونو ته د افغانستان د خلکو د لاسرسي پر وضعیت، د دې خدمتونو په برخه کې د پرمختګونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه او په دویمه غونډه کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا له سازمان(OECD) سره د اداینو د برېښنايي کولو پر طرحه او دخلکو پر ژوندد اداینو د برښنایي کولو پر اغېز خبرې وکړې.
د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په یادو برخو کې تر هر اړخیز بحث وروسته له نړیوالو همکارانو سره ژمنه وکړه چې مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسيتر څنګ د لا زیاتو آسانتیاوود رامنځته کولو په برخه کې بې درېغه هلې ځلې وکړي.