د هېواد ولسمشر د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په اړه د افغانستان بانک راپور واورېد

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
د هېواد ولسمشر د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په اړه د افغانستان بانک راپور واورېد

۱۳۹۹ د کب ۱۶ مه – د هېواد جلالتمآب ولسمشر د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سره په لیدنه کې د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې او د دې پدېدې د مخنیوي پر لارو چارو او په دې برخه کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو راپور واورېد.

د دې راپور تر اورېدو وروسته ولسمشر د قانون دپلي کوونکو ادارو او د افغانستان بانک تر منځ د دوامداره غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ زیاتوالی کولای شي د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزه او له نړیوالو شریکانو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه تر لاسه شویو عوایدو د قانون پر بنسټ تل هڅه کړې څو په هېواد کې یو پیاوړی او له نړیوالو معیارونو سره برابر مالي سیستم رامنځته کړي چې د جنایتکاره ډلو لخوا یې د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته