د کابل په هوایي ډګر کې د افغانستان بانک د غرفې بیا رغونه او پراختیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۶:۳۹
د کابل په هوایي ډګر کې د افغانستان بانک د غرفې بیا رغونه او پراختیا ۱۴۴۴ صفر المظفر۲ مه – د افغانستان بانک درنو هیوادوالو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کابل په هوایي ډګر کې خپلې غرفې ته پراختیا ورکړه او د اوسني عصر او د سوداګرو له اړتیاوو سره سم یې پر عصري تکنالوژیکي وسایلو سمبال کړه. د دې غرفې د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د مرکزي سیمه یېز زون آمر ښاغلي فدا محمد فیضان وویل چې د کابل په هوایي ډګر کې د دې غرفې پراختیا او بیا رغونه چې له عصر سره سم پر عصري تکنالوژيکي وسایلو سمبال د

۱۴۴۴ صفر المظفر۲ مه – د افغانستان بانک درنو هیوادوالو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کابل په هوایي ډګر کې خپلې غرفې ته پراختیا ورکړه او د اوسني عصر او د سوداګرو له اړتیاوو سره سم یې پر عصري تکنالوژیکي وسایلو سمبال کړه.

د دې غرفې د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د مرکزي سیمه یېز زون آمر ښاغلي فدا محمد فیضان وویل چې د کابل په هوایي ډګر کې د دې غرفې پراختیا او بیا رغونه چې له عصر سره سم پر عصري تکنالوژيکي وسایلو سمبال ده په فعالېدو سره به یې د سوداګرو او هیوادوالو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته شي او د کابل د هوايي ډګر ټول عواید به د بانکي سیستم له لارې د دولت خزانې ته را ټولېږي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د درنو هېوادوالو لپاره په بېلابېلو مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته