د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د معلوماتي کړنو د راپور لنډیز

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۵:۶
د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د معلوماتي کړنو د راپور لنډیز

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ادارو د کړنو په اړه معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی. د افغانستان بانک د دې اصل او د روڼتیا او حساب ورکونې د اصل په پام کې نیولو سره چې د بانک یو له مهمو ارزښتونو څخه ګڼل کیږي،  تل د کره، اغیزناکو او پر وخت د معلوماتو په خپرولو او منعکس کولو اقدام کړی او د افغانستان بانک د کړنو او په ټوله کې د هېواد د مالي او بانکي نظام په اړه یې خلکو ته پوهاوی ورکړی دی. د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ مالي کال د اړیکو او عامه پوهاوي پلان د بانک په څلور کلن ستراتیژیک پلان (‍۱۳۹۶-۱۳۹۹) کې درج شویو څلورو ستراتیژیکو اصلونو کې، لکه ”د بانک پر سیاستونو د خلکو د باور زیاتولو په موخه د پالیسیو د اعتبار زیاتول، ملي او نړیوالو ادارو او مؤسسو سره د معلوماتو د شریکولو او د پالیسیو په طرحه کولو کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د اړیکو ټینګښت او تنظیمول، د افغانیو دودولو د هلو ځلو زیاتوالی او د افغانیو کارولو ته د خلکو هڅول او د خلکو د مالي پوهې لوړول“ چمتو او پلی کړی چې د اړوندو برخو په توپیر سره په لاندې توګه وړاندې کيږي:

د بانک پر سیاستونو د خلکو د باور د زیاتولو په موخه د پالیسیو د اعتبار پیاوړتیا

د هېواد د ټولو رسنیو د اقتصادي برخو د ۶۰ تنو راپور ورکوونکو لپاره د پالیسیو د اعتبار د پیاوړتیا او د بانک د کړنو په اړه د خلکو د باور زیاتولو په موخه د بانک د کنفرانسونو په تالار کې د افغانستان بانک د ټولیزو موخو او سیاستونو په اړه د روزنیز ورکشاپ په لاره اچولو سره د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل شول.

د دې پروګرامونو په دوام کې د افغانستان بانک وکولای شول څو یاد پروګرامونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پوهنتونونو په کچه پراخ کړي چې په پایله کې یې څلور پوهنتونونه په مرکز او شپږ پوهنتونونه په ولایتونو کې د دې پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلل.

په هر پروګرام کې د ګدون کوونکو زده کړیالانو شمیر ۵۰ تنو ته رسیده چې په ټولیزه توګه شاوخوا ۵۰۰ تنو زده کړیالانو له دې روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې ده.

د هېواد د مالي او بانکي نظام په تړاو د بانک د مشرتابه پلاوي د ترسره شویو کړنو، لاسته راوړنو او پریکړو په اړه په لسګونو د رسنیزو کنفرانسونو په لاره اچول د افغانستان بانک د معلوماتي کړنو یوه بله برخه ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې ترسره شوي دي. دې بانک د مرکز او ولایتونو په کچه د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د پوهاوي لپاره ځانګړي روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي دي چې له ډلې یې په خوست، هرات او کابل ولایتونو کې د روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچولو او حضوري غونډو ترسره کولو څخه یادونه کوو.

د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت سیستمونو سره د خلکو د بلدتیا په موخه د سوداګریزو بانکونو استازو، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې استازو، صنفي ټولنو او سوداګرو لپاره په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، مزار شریف او بامیانو ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

د افغانستان بانک د پورته یادو شویو مواردو ترڅنګ د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د چاپي ابزارونو دکارونې په برخه کې هم ګټورې کړنې ترسره کړي دي چې په دری او پښتو ژبو د افغانستان بانک د ۱۳۹۷ مالي کال د کړنو او لاسته راوړنو د کلني راپور د چمتو کولو او چاپولو څخه یې دلته یادونه کوو. په دری، پښتو او انګلیسي ژبو د افغانستان بانک د ۱۳۹۷ مالي کال د ربعوارو او کلنيو بولټنونو چمتو کول او خپرول او د بانک او د بانکي او مالي نظام د کړنو او فعالیتونو د راپورونو لرونکې ۱۲ ګڼې میاشتنۍ، تحلیلي او څېړنیزې مقالې چاپول او خپرول او د ذینفعو شریکانو په واک کې ورکول هغه نور موارد دي چې په دې مود کې چمتو شوي او د بانک د سیاستونو د ذینفعو شریکانو او د بانکي نظام د نورو مینوالو په واک کې ورکول شوي دي.

د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د بانک له ټولنیزو شبکو (فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او د افغانستان بانک ویب پاڼې) څخه د ښو وسیلو په توګه ګټه پورته کړې او د زړو پیسو د سوځولو د پروسې، د رهبري پلاوي د خبري غونډو او ورکشاپونو، سیمینارونو او د بانک د نورو رسمي غونډو په ګډون د افغانستان بانک مهم راپورونه او پیښې په دري او پښتو ژبو تر پوښښ لاندې راوستي او په ورته وخت کې د بانک د پالیسیو د اعتبار د زیاتولو په موخه یې لیکلې او انځوریزې خبرتیاوې چمتو او له دې لارې یې خلکو ته وړاندې کړي دي.

له داخلي او نړیوالو ادارو او مؤسسو سره د معلوماتو د شریکولو او د پالیسیو په طرحه کولو کې د همغږۍ په برخه کې د اړیکو ټینګښت او تنظیمول

د افغانستان بانک د دې اصل پر بنسټ یو لړ پروګرامونه لکه، بحث او خبرې اترې، کنفرانسونه او دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستې ترسره کړي دي چې د پولي سیاست د پلي کولو او په ځانګړې توګه د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې موضوع او د بانکي نظام د کړنو څخه د څارنې په برخه کې د اکاډمیکې ټولنې له استادانو سره د دوو بحثونو په لاره اچولو څخه یې د بیلګې په توګه یادونه کوو.

د اسلامي بانکدارۍ د فعالیتونو د پراخیدو، فرصتونو او ننګونو په برخه کې د یوه ملي کنفرانس په لاره اچول هغه څه دي چې د افغانستان بانک لخوا د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې ترسره شوي دي.

په پولي معاملو کې د افغانیو د کارونې د دودولو په برخه کې د هلو ځلو زیاتوالی

د افغانستان بانک په پیر او پلور او په کور دننه راکړو ورکړو کې د افغانیو دودولو د هلو ځلو د زیاتوالي او د افغانیو کارولو ته د خلکو د هڅونې د اصل پر بنسټ د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې په لګښتي او غیر لګښتي برخو کې یو شمېر پروګرامونه طرحه او ترسره کړي دي.

د هېواد په هغو زونونو کې چې د نورو هېوادونو پیسې په کې کارول کیږي، د افغانۍ د دودولو ملي کمپاینونه په لاره اچول شوي دي او یاد کمپاینونه د ولایتي مقاماتو، ولایتي شوراګانو، ځایي مشرانو سره د حضوري کتنو له لارې ترسره شوي او په ترڅ کې یې عملي اقدامات شوي دي چې هېوادوال په دې اړه بشپړ معلومات لري.

د ځایي تلویزیونو او راډیوګانو له لارې د انځوریزو او غږیزو کلیپونو خپرول یو بل پروګرام دی چې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې په اړوندو ولایتونو کې د ۲۲ تلویزیوني او ۲۳ راډیویي چینلونو له لارې ترسره شوی دی. د افغانستان بانک د هېواد د نوي نسل او ځوانانو د افکارو په سمبالښت کې د ښوونځیو د ارزښت په پام کې نیولو سره ښوونیزه برخه هم خپله موخه ګرځولې او د کابل ښار او ولایتونو د ښوونځیو د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یې د ځانګړو توضیحي پروګرامونو په جوړولو سره د ملي ارزښتونو په توګه د خپلو ملي پیسو (افغانۍ) د ورپیژندلو پروګرامونه لا پراخ کړی دی. په همدې موخه یې، د ښوونځیو د زده کوونکو او ادارو د لا هڅونې لپاره تبلیغاتي مواد لکه، د ښوونځيو بکسې، قلمونه، کتابچې، روزنیزې رسالې، د ضرب زبانۍ جدولونه، د افغانستان نقشې، ګیلاسونه او دیوالي ساعتونه چې د افغانۍ د دودولو پېغامونه لري، چمتو کړي او د ښوونځیو څخه د لیدنې پر مهال یې زده کوونکو او د ښوونځیو ادارو ته ویشلي دي. د یادونې وړ ده چې په دې پروسه کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۶۷ ښوونځي د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي.

همدارنګه د تبلیغاتو د پروسې په اوږدو کې د افغانیو د کارونې په موخه د عامه ذهنونو د روښانولو لپاره د هېواد د مرکز، ولایتونو او لویو لارو په بېلابېلو ځایونو کې د افغانیو د دودولو ۱۶۰ تختې بلبورډونه لګول شوي دي.

د افغانستان بانک د خلکو د مالي پوهې د لوړولو په برخه کې د عامه پوهاوي اغیزناکې کړنې ترسره کړي دي چې له ډلې یې د مالي او بانکي موضوعاتو د کتابونو، چمتو کول، چاپول او خپرول، د سپما د رسالې چمتو کول او چاپول، په مرکز او ولایتونو کې د ښوونځیو له لارې د بانکې نظام د توکو تبلیغ، د افغانستان بانک د مجلې، ویب پاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د لنډو لیکلي او انځوریزو پېغامونو ترتیبول او خپرول د یادولو وړ دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د خلکو د مالي پوهې د لوړولو په برخه کې ځینې نورې لاسته راوړنې هم لرلي دي چې د سوداګریزو بانکونو کارکوونکو او د بریښنایي پیسو مؤسسو لپاره د مالي نظام د مشتریانو د حقونو د ملاتړ د اصولو او مقررې په تړاو د درې ورځني روزنیز ورکشاپ په لاره اچول، د افغانستان نړیوال بانک د کارکوونکو لپاره د اصولو، موضوعاتو او د مشتریانو د حقونو د ملاتړ مقررې په تړاو د روزنیز ورکشاپ په لاره اچول، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د روزونکو (ټرینرانو) لپاره د دري ورځني ورکشاپ په لاره اچول او د بیمو د ریاست د کارکوونکو لپاره د مالي پوهې او د مالي نظام د مشتریانو د حقونو د ملاتړ مقررې روزنیز ورکشاپ په لاره اچولو څخه یې د بیلګې په توګه یادونه کوو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو د استازو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲۶ مه – د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز له لوري د یو شمېر سوداګریزو بانکونو د قوانینو رعایتولو برخې د کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۸
Background image

د افغانستان بانک لوړ رتبه پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو ۲۲ مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

۱۴۴۵ د ذوالحجة الحرام  ۲۶ مه - د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئيس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په ۲۲ مه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د روان میلادي کال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

بېرته خبرونه ته