په برېښنایي ډول مالي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه د همغږۍ او همکارۍ غونډه
کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له استازو سره په برېښنایي ډول مالي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه د همغږۍ او همکارۍ غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي واحدالله نوشېر په برېښنایي ډول مالي خدمتونو ته د لاسرسي په ارزښت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره دې د افغانستان بانک او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې سره یوه ګډه کمېټه رامنځته شي چې یاده کمېټه په برېښنایي ډول مالي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خپلې تخنیکي مشورې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو په دې برخه کېد لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ لپاره زمینه برابره شي.
په یاده غونډه کې چې د افغانستان د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې (اتر) مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي هم ګډون درلود، په دې برخه کې د افغانستان بانک له مرستو مننه وکړه او د ښاغلي نوشېر د خبرو په ملاتړ یې د افغانستان بانک او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ترمنځ د ګډې کمېټې له رامنځته کولو هرکلی وکړ.
ښاغلي هاشمي هیله وښوده چې د دې ګډې کمېټې په رامنځته کېدلو سره به د یادو ادارو ترمنځ په چارو کې لا زیاته همغږي رامنځته شي او چارې به په پوره ډاډ سره مخته لاړې شي.
باید یادونه وشي چې په دې غونډه کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د استازو له لوري د همکاریو د څرنګوالي او په چارو کې د دواړو ادارو د هغمږۍ په اړه یو معلوماتي پریزنتیشن هم وړاندې شو.