په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو د هڅو ستاینه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د یو شمېر مدني ټولنو له استازو سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو په اړه غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په سوداګریزو راکړو او ورکړو کې د افغانیو د دودولو په برخه کې د مدني ټولنو د رول ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې مدني ټولنې د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د پُل حیثیت لري او دې ټولنو په ښه ډول سره د دې پُل رول ادا کړی دی.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د مدني ټولنو له یادو استازو سره په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د مدني ټولنو استازو په خپل نوبت سره په سوداګریزو راکړو او ورکړو کې یې د افغانیو دودول د ټولو افغانانو مسئولیت یاد کړ او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د هڅو ستاینه وکړه.
پاتې د نه وي چې د دې غونډې په پای کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر ته د افغانیو د دودېدلو په برخه کې د افغانستان بانک د مسئولینو د هڅو له کبله ستاینلیک، ورکړل شول.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک هم په دې برخه کې د مدني ټولنو د یو شمېر استازو د هڅو ستاینه وکړه او دوی ته یې په افغانۍ بانکنوټونو ښکلي شوي تندیسونه ډالۍ کړل.
د یادوني وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک یو شمېر آمرینو هم ګډون کړی وو او د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.