په شمال ختیځ زون کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو
د افغانستان بانک، په هېواد کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او ښوونیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل د چنګاښ په 6 د شمال خټیځ زون په ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د سوداګرۍ د خونې استازو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.
په پیل کې د افغانستان بانک د شمال ختیځ زون آمر ښاغلي عطا خان اورتاق خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د بريښنایي ورکړې په سیستم کې د چمتو شویو اسانتیاوو په کارونې سره سوداګر او د دولت د عوایدو ورکوونکي کولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د دولت عواید له جغرافیايي محدودیت پرته او په خپل وخت اړوندو حسابونو ته ولیږدوي.
وروسته د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق په مالي نظام کې د ورکړې د سیستم د ارزښت په اړه د پریزنټیشن د وړاندې کولو تر څنګ د ورکړې د برېښنايي سیستم چې د سوداګرو د ځان او مال د خوندیتوب لامل کیږي، د موخو، ګټو او ترلاسه شویو پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د اداینو د آمریت د څېړنې او پراختیا مدیر ښاغلي فرید سکندري د ورکړې په سیستم کې د معاملو د ترسره کولو د څرنګوالي او د ماليې وزارت استازي ښاغلي حمید سلطاني د معاملو د ګمرکي پړاونو په اړه ګډونوالو سره خپل معلومات شریک کړل.